پروان: نن سهار د بګرام په هوايي ډګر توغنديز بريد شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۷)

د پروان ولايت له بګرام ولسوالۍ څخه راپورونه وايي، چې نن سهار د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو سترې پوځي اډې “بګرام هوايي ډګر” د طالبانو توغندي بريد شوی دی.

د بګرام امنيتي سرچينې دغه توغنديز بريدونه تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د سرچينې په وينا، توغندي سهار وختي د بګرام ولسوالۍ له مربوطاتو په بګرام هوايي ډګر توغول شوي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، د نن سهار په توغنديزو بريدونو کې بهرنيو ځواکونو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.

څلور ورځې مخکې هم طالبانو په افغانستان کې د بهرنيانو تر ټولو په خوندي پوځي مرکز (بګرام هوايي ډګر) توغنديز بريد کړی و چې د ځايي سرچينو په وينا بهرنيانو ته پکې تلفات اوښتي و.

طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close