پروان: يو ځل بيا پر امريکايي ټانګ چاودنه شوې- څلور عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۳)

د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې نن يوځل بيا د امريکايي ځواکونو پر ټانګ چاودنې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنه نن سهار د څلور بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مربوط د قلعه نصرو په سيمه کې پر امریکايي عسکرو ترسره شوې ده.

طالبانو په يوې خبرپاڼه کې د چاودنې مسئوليت منلی او ويلي يې دي په دغه چاودنه کې څلور امریکايي عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

تېره ورځ هم د يادې ولسوالۍ اړوند په قلعه نصرو سيمه کې د امريکايي عسکرو پر ټانګ ماين چاودنې هغوی ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د پرونۍ چاودنې په اړه د بګراميو ولسوال سيف الله بيدار ويلي و چې د امريکايي عسکرو ټانګ ويجاړ شوی او پکې يو تن امريکايي عسکر ټپي شوی.

خو طالبانو ويلي و، په چاودنه کې پنځه تنه امریکايي عسکر وژل شوي دي.

سيمې ته نږدې سرچينې وايي، په دواړو پېښو کې د امریکايي عسکرو ټانګونه په مکمله توګه ويجاړ شوي او هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close