پروان: پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵)

د پروان ولايت سيمه ييز امنيتي مسوولين وايي، تيره شپه په بګرام هوايي ډګر د طالبانو له لوري توغندي بريدونه شوي دي.

چارواکي وايي، دغه توغندي د بګرام ولسوالۍ د مهتاب قلعه له سيمې په بګرام هوايي ډګر توغول شوي دي.

د بګرام د پوليسو قوماندان محمد ایاز وايي، راکټونه په هوايي چاودلي چې چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

له بله پلوه طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخيستی وياند يې ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه توغنديز بريد کې بهرنيو ځواکونو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

له تير يو کال راهيسې طالبانو په وار وار په هېواد کې د بهرنيانو په تر ټولو ستر پوځي مرکز “بګرام هوايي” ډګر بريدونه کړي چې هغوی ته پکې د سر او مال زيان اوښتی خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه اعلانوي.

د يادونې ده، چې په تيره شاوخوا يوه مياشت کې دا څلورم ځل دی چې بګرام هوايي ډګر د طالبانو تر توغنديزو بريدونو لاندې نيول کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close