پروان: په چاودنه کې ۵ امریکایي پوځیان وژل شوي

دا په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې امریکایي ځواکونو ته دوهم دروند ځاني زیان ده چې اوړي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۲)

راپورونه وایي، چې نن سهار د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو پر ټانګ قوي چاودنه شوې.
سیمیزې سرچینې وایي، د یادې ولسوالۍ د قلعه نصرو سیمه کې د رامنځته شوې چاودنې ژغ څو کیلو متره لرې اوریدل شوی.
د سرچینو په وینا، په چاودنه کې ټانګ بشپړ ویجاړ شوی او ښایي مرګ ژوبله هم ولري .
طالبانو د برید پړه منلې او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي

“نن سهار دپروان بګرام ولسوالۍ قلعه نصرو سیمه کې دامریکايي عسکرو یو ټانک په قوي ماین منفجر کړل شو، ۵ تنه اشغالګر امریکايي عسکر په کې ووژل شول.”

دا په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې امریکایي ځواکونو ته دوهم دروند ځاني زیان ده چې اوړي.
د یادونې وړ ده چې، تیره ورځ د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه تللي امریکایي ځواکونو هم د طالبانو د بریدونو ښکار شوي و، په نتیجه کې یې ۳ امریکایي ځواکونه وژل شوي او ۳ نور مرګوني ټپیان دي.

باید وویل شي، چې امریکایي چارواکي د خپلې پالیسۍ تر مخه د تلفاتو کمه شمیره اعلانوي ترڅو یې د ځواکونو پر مرال اغیز ونه ښندي.
دغه راز دوی د وژل شویو سرتیرو هویت تر هغو نه ابلاغوي، څو یې پرې کورنۍ نه وي خبره کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close