پروان کې د کمانډو ځواکونو چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۷)

د پروان ولايت څخه راپورونه وايي چې د دغه ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو يوې چورلکې سقوط کړی او پکې سپاره عسکر د اور خوراک شوي دي.

ځايي امنيتي سرچينې پېښه تاييدوي په وينا يې یاده الوتکه د کمانډو ځواکونو اړوند وه او د طالبانو له لوري نن سهار په نښه شوې ده.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د بريد مسؤليت په غاړه اخيستی په وينا ياده چورلکه نن سهار د او بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مربوط “د کوز منديقول” سيمه کې نسکوره کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، ياده چورلکه د “د مجاهدينو له خوا په تکتيکي ګوزاد لګېدلې” چې ټوله سوځېدلې او پکې ګڼ شمير کومانډو عسکر هم وژل شوي دي. او يواځې دوه ميله وسلې او څه اندازه مهمات چې له سوځېدلو بچ پاتې شوي د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو د سوځېدلې چورلکې او د پېښې د ځای انځورونه هم په خپله رسمي (الاماره) پاڼه خپاره کړي دي.

تر اوسه په دې اړه دفاع وزارت او يا د پروان امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم د طالبانو په بريدونو کې د دولتي ځواکونو اړوند چورلکې په نښه او نسکورې شوي چې ډير کله مسوولينو د یادو چورلکو لوېدل تخنيکي ستونزې یادې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close