د پروان سرتېري برید کې وژل شوي ۳ بهرني عسکر د چک جمهوریت دي

کابل.کام – د زمري ۱۴مه، ۱۳۹۷:

د چک جمهوریت پوځ تایید کړې چې نن د زمري په ۱۴مه، (د اګست ۵مه)، د پروان مرکز چاریکارو اړوند خلازیو سیمه کې د طالبانو په یوه سرتېري برید کې ۳ وژل شوي عسکر د دوی د هېواد دي.

د چک د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سرتېری برید نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې پروان ولایت کې د باګرام هوايي ډګر سره نږدې د بهرنیو او افغان عسکرو پر یوه پیاده ګزمې ترسره شو.

د چک جمهوریت پوځ د وژل شویو عسکرو نومونه خپاره کړي، او ویلي یې دي چې کورنیو ته یې هم خبر ورکړل شوی دی.

د چک د ولسمشر په ګډون لوړپوړو چارواکو د ۳ عسکرو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د وژل شویو عسکرو له کورنیو سره یې ځان په دې غم کې شریک ګڼلی دی.

د چک پوځ یوه جنرال، یرژي ورنر، د خپل هېواد رسنیو ته ویلي، ”برید ناڅاپه و، یوازې یو کس ولیدل شو او په ټاکل شوي ځای کې یې ځان ته چاودنه ورکړه، نو ځکه یې پایلې ناوړه وې.“

د دې سرتېري برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده. طالبان ادعا کوي چې برید کې د یوه افغان سرتېري په ګډون ۱۵ بهرنیو عسکرو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

بل خوا، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تر برید څو ساعته وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې سرتېري برید کې د یوه امریکايي عسکر په ګډون دوه نور افغان عسکر ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي، دا سرتېری برید د د دوی د ”استشهادي کنډک“ یوه بریدګر ”مولوى ثناءالله خالد د فدایي واسکټ په وسیله، چې خورا قوي چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو،“ په یوه باغچه کې پر راټولو شویو بهرنیو او کورنیو عسکرو ترسره کړ.

د طالبانو په خبره، بهرني عسکر ”داسې مهال د دغه کفر ځپونکي برید ښکار شول چې تېره شپه ۳ بجې نوموړې سیمې ته د چاپې په موخه راغلي وو.“

 اوس مهال په افغانستان کې د چک هېواد ۲۳۰ سرتېري د ناټو د ”غوڅ ملاتړ“ ماموریت په چوکاټ کې مېشت دي. په دې وروستیو کې، چک هېواد یو پلان تایید کړ چې له مخې به یې تر ۲۰۲۰ز کال پورې افغانستان ته ۳۹۰ سرتېري راولېږل شي.

دا په تېره يوه اوونۍ کې پر بهرنيو ځواکونو درېيمه چاودنه ده چې په پروان ولایت کې پرې ترسره کېږي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د پروان د باګرام ولسوالۍ مربوط د قلعه نصرو په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه، چې د بګرام د ولسوال په وينا، يو امريکايي عسکر پکې ټپي او ټانګ ويجاړ شو.

د جمعې په ورځ سهار وختي هم د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امريکايي عسکرو د ماين چاودنه شوې وه، چې د طالبانو په وينا پنځه امريکايي عسکر پکې ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close