پرون په ګرده څیړۍ کې څه تیر شول؟

کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵:

نصیب ځدراڼ

د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ مربوط کلي سوریخیلو سیمې یوه کوچني بازار چې د “سوریخیلو اډه” بلل کیږي، له ښار نه لیرې پرته سیمه ده، د کلي خلک د ورځنيو ضرورتونو پورا کولو لپاره دلته راځي،او ځیني بیا د ساعت تیري لپاره هم د کلي دي وړوکي بازار ته راوځي.

دا سیمه تل د خونړیو پیښو شاهده ده،د روسانو وخت کې هم دلته سخت جنګ تیر شول،د سیمې اوسیدونکي ټول د ځدراڼو قوم سوریخیلو څانګې څخه دي،د امریکایانو د یرغل نه ورسته د تیر تاریخ په کتلو سره امریکایانو دلته د “کمپاین” په نوم لوی پوځي مراکز جوړ کړل،یواځي نه دلته بلکې د خوست او پکتیکا په  سیمو کې دغه رنګ لوی مرکزونه جوړل.د دولتي عسکرو پر ځای یې  نوې ملیشه جوړه کړه او معاش،دریشې او موټر هر څه یې د بهرنیو غوندي وو،د دولتي عسکر معاش که پینځلس زره وو نو د دوی دیرش زره وو،یوه مهمه خبر تر اوسه د رسنیو سره د دي ملیشې په اړه بهرنیو او هم افغان دولت هیڅ کله معلومات نه دي شریک کړي.

دا درې ولایتو شاهد دي چې په تیرو اولس کالو مې دغه ځانګړي ځواک د تجاران،نړیوال لوبغاړي،د بي بي سي ژورنالیست،محصلین،عالمان،کلیوال،د مدرسې زده کونکي ان ښځینه هم بې دریغه و وژل.خو دولت او بیا امریکایانو تل د کمپاین د عسکرو د عملیات د رسنیو څخه لیرې وساتل.

پرون د کمپاین عسکر د سوریخیلو اډې نه تیر شول او عملیاتو ته روان وو چې ګزمه یې د طالبانو د کمین سره مخ شوه.تر غرمې جنګ وشو،د کمپاین قومندان “محمد خان عرف چشان” په شمول څوارلس عسکر په دي برید کې مړه شول.او درې رینجر موټر یې تخریب شول،ورسته مرستې ته نورد کمپاین عسکر راغلل خو هغه وخت کې په بازار کې ناست بې خبره خلکو ډزې پیل کړي کله چې د سوریخیلو د بازار څخه تیریدل،لس تنه یې و وژل او شلو زیات زخمیان شول چې د ګردیز روغتونو ته خلکو ورسول.

د عسکر غوسه نن هم نه وه سړه شوې او د خوست ګردیز لویې لارې نه چې کومه لار د سوریخیلو په طرف ځي هغه لار یې د کلیوالو په مخ تړلې وه او چاته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله،خلکو د مړو جنازې د نږدي کلیو د خلکو لپاره ناوخته کړې،دا انتظار یې اوږد شو او ټوله شپه ورباندي تیره شوه،نن د ورځې یو ټپی هغه وخت د عسکرو له طرفه بیرته وګرځول شو کله چې ډاکټرانو د روغتون څخه فارغ کړی وو او کور ته د تګ اجازه یې ورکړې وه.ماسپیښن پوري د کمپاین عسکرو لار بنده وه ،ورسته په ګردیز کې خلک جګپوړو چاواکو  ته ورغلل او د ملي امنیت او ملي اردو عسکر راغلل او لار یې خلاصه کړه،پس له هغې لس جنازې خاورو ته وسپارل شوې چې یو د ستر عمر سړی وو نو ټول تنکي ځوانان وو.

د سیمې خلک چې د کمپاین د عسکرو د وحشتونو نه تنګ راغلي نن یې پس له جنازو اعلان کړی چې سبا ته به د خوست ګردیز لویه لار بندوو تر څو چې خپل غږ جګپوړو مقاماتو ته ورسوو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close