پریمن بریدونه او دبا قرالنمر اعدام به سعودي ته ستونزمن شي

دسعودی عربستان لومړۍ او استناف محکمو پر شیعه ملا باقر النمر داعدام حکم صادر کړيدی او د وروستي لاس لیک لپاره يې بادشاه ته لیږلی دی  دواړه محکمې پدې انتظارکې دي چې دسعودي موجوده پادشاه  پرې لاس لیک وکړي څو حکم پرې عملي کړي خود معلوماتو له مخې دسعودي مشرانو سره دبادشاه مشورې راوانې دي که يې مشوره ورسره کړی هم وي خو سعودي بادشاه يې داعدام دحکم دلاس لیک څه ندی وېلي.

دبشر دحقوقو ادارې د ایران سره په تضاد کې  پدې اړه پرې څه ندي ویلې چې په روان میلادي کال کې ایران  خپله  په بیلا بیلو  تورونو ۸۰۰ تنه اعدام کړیدي، اونه اسلامي  هیوادونو سعودي څخه  د شیخ نمر باقرالنمر په اړه دنه اعدامولو کومه هیله کړیده خود ایران دبهرینو چارو مرستیال امیر (عبدالله یان) په تهران کې خبري غونډې ته وویل: سعودي باید لومړي اسلامي هیوادونو ته دحج د مراسمو په دوران کې دمنی د پیښې ځواب ووايې چې دسعودی دناسالم مدیریت له امله رامنځ ته شوه دبلې خوا سعودي پر یمن دامریکا او اسرائیلو په مشوره هوايې بریدونو ته دوام ورکوې چې پکې دیمن ښځي  ، عمر خوړلي سړي او ماشومان په شهادت رسېږي، دیمن اولس ته ددی بیماریو او وژنو ځواب يې تراوسه پوری ندی ورکړی چې اوس يې دشیخ نمر باقرالنمر داعدام حکم هم ورکړ.

دایران دبهرینو چارو مرستیال سعودی ته خبرداري ورکړیدي که دانمر داعدام حکم عملي کړي نو سعودي ته به په سخت تاوان تمام شي.

دایران لخوا دسعودي پرخلاف  پر یمن د بمباریو خلاف داهلې ځلې روانې دي چې داسلامي هېوادونو نظر دسعودي پر خلاف دې حد ته ورسوي چې په ملګرو ملتونو کې سعودي ته ستونزې راو لاړې کړي.

 دایران اوسعودي اړیکې د خمیني  په لارښونه داسلامي انقلاب دکامیابې نه  وروسته خرابې شویدي چې  دامریکا لاس دایران څخه لنډ کړل شو او امریکا بیا سعودي دایران پر خلاف کړنو ته مجبور کړ.

دبلې خوا دایران لخوا دافغانستان لپاره پخوانی استازی او د ایران داسلامي شورا او د ملي امنيت دبهرینو اړیکو دکمیسون مشر علاوالدین  بروجردي په تهران کې د یمن د انقلاب دشورا مشر نایف قانص سره دلیدني پرمهال پر سعودي داعتراض ګوته پورته کړه چې سعودی باید لومړی داسلامي هېوادونو غونډي اوبیا په ملګرو ملتونو کې دیمن دوژنو اوتباهیو ځواب ووايې، اوهم دټولو اوښتو تاوانونو مسؤل وګرځول شي چې پدې اړه دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او په تهران کې دمالي هېواد نوی سفیر بوبکر ګورو هم یوه هوکړه وکړه.

 په پایله کې ویلي  شو چې  که سعودي عربستان دامریکا او اسرائیلو  په مشوره په یمن  کې بمباریو ته دوام او دشیخ نمر باقرالنمر چې یو شیعه عالم  دی اعدام عملي کړي نو سعودي ته به یو سر خوږي پیداشي ځکه ایران داسلامي هېوادونو په ملتیا دسعودي سره خپل اختلاف ته دوام ورکوي تر څو اسلامي هیوادونه دمنی دپښې او یمن دبمباریو دپښتنو لپاره زمینه برابره کړي چې سعودي په دواړو صورتو نوکې ځواب نلري او د ستونزوسره به مخ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close