پر افغانستان د امریکا یرغل 14 کلن شو

دنن ورځې په شمیر پوره څوارلس کاله وشول چې امریکا د خپلو لنډغرو وحشي ملګرو په پوځي ملګرتیا دافغانستان په پاکه مجاهد پروره خاوره او سپیڅلي حریم یرغل وکړ.

په لومړي سرکې د امریکا سره نورو هیوادونو ځکه ملګرتیا نه کوله چې په تمامه معنی دملګروملتونو داصولو او موافقو چې 1940م کال کې په کمزورو هېوادونو د نه تېرې کولو په اړه شوي وه، خلاف عمل ئي ګاڼه ؛ خودا چې امریکا په خپل بشپړ وحشت پر افغانستان یرغل وکړ، نورو کفري هېوادونو ورسره یوازی پدې اراده چې د اسلام سره خپله دښمني څرګنده کړې ځانونه ئې دناټو په چوکاټ کې د امریکا دیرغلګرو سره ملګري کړل.

 پر افغانستان د 14 کالو د یرغل په پوره کیدو ځني د نظر خاوندانو ځرګنده کړیده چې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته نده رسیدلي او پوځونه ئې له افغانستانه د تېښتې په لار روان دي خو داسي هم نده بلکه امریکا په افغانستان کې په ملیاردونو ډالر مصرف کړل؛ دائې د یوه جوړ کړي پلان له مخې چې امریکا  پخواني وحشي واکمن د سنا د مجلس نه رایه واخسته او امریکا ئې دیموکارتانو هم هغه وخت بش ته پر افغانستان د یرغل په اړه رایه ورکړه او په افغانستان کې ئې د خپلو اهدافو لپاره په ملیاردونو ډالره قرباني کړل. چې دلته ئی لنډ او ترلاسه شوی اهداف دادی:

  • جګړه دوامداره ساتل چې پر افغانستان د یرغل  14 کال تیر شول او امریکائی پوځیانو زیاته شمیر هم د افغانستانه وتلې دي خو بیا هم جګړه روانه ده .
  • د امریکا د یرغل په نتیجه کې په افغانستان کې د طالبانو دسولې ، امن او عدالت نظام ئې له منځه یوړه افغانان ئې له یوه داسي نظامه محروم کړل چې دافغانستان په تاریخ کې ئې ساری نه درلود.
  • په افغانستان کې ئې د ورور وژنې لپاره دا ډول زمینه برابره کړه چې د تیرو خپل منځي جګړو ترخې خاطرې ئې له افغانانو هیرې کړي .
  • امریکا په افغانستان کې په نړیواله سطحه جګړه ییز سېالو هېوادونو لپاره د یوی مورچې په ډول استعمال او تلپاتې نظامي هډې يې پکې جوړی کړي.
  • په افغانستان کې ئی یوداسی ډول دوامداری جګړې ته لاره جوړه کړه چې دعراق په څیربه خپله افغانان  یوبل وژني اودتل لپاره به افغانان دخپل واکمن هېواد څخه بې برخی پاتي وي چې دوخت په تیریدو سره نور اهداف هم ترلاسه کوی.

امریکا په افغانستان کې په ملیاردونه ډالر کلني مصرف لري او د جګړي د دوام لپاره دسنا دمجلس څخه کلنئ بودیجه ځانګړي کوي.

دا چې امریکا په افغانستان کې دمخدره موادو قاچاق دجګړي دوام ګڼی یوازي اویوازي هغه دسیاست او واقعیتونو څخه ناخبره خلکو ته دوکه ورکولای شي چې دافغانستان دجکړي څخه لری پاتي شوې وی.

په افغانستان کې دهر وګړي حقوق خوندی ؤ ، داسلام مبارک دین له مخې دښځو ، نارینه ؤ مزدورانو ، غریبانو ، سود اګرو ، کروندګرو اود ژوند دهری برخي سره اړیکو لرونکو حقوق په دومره اندازه  خوندې ؤ چې په افغانستان په تیرو حکومتونوکې چا دا ډول حقوق افغان اولس ته نه ؤ ورکړي لکه داسلامي امارت په نظام کې چې ورکړل شوی ؤ.

دامریکا یرغل ځني کسان دافغانستان په پاک حریم او خاوره یرغل بولې خو په حقیقت سره امریکا دافغانستان  دپاک حریم ترڅنګ په افغانستان کې داسلامې امارت دیوه سپڅلي نظام چې په تمامه معنی دعدالت او انساني حقوقو دپیژندنی نظام ؤ، دافغان اولس په کلتور اوپه افغانستان کې ئې په دینی تاریخي مقدساتو یرغل کړیدی چې دې ټکي ته باید ټول لیکوالان اودقلم خاوندان ژور فکرم ولري.

 امریکا چې نن ورځ په افغانستان کې د 14 کالو په تیریدو بیاهم  جګړه دوامداره ساتلي خپلو پوځونوته یې دنا امنیو په بهانه په افغانستان کې دپاتي کیدو لاره برابره کړې.

 که افغانان په خپلو کې په یو والي خپل اصلي دښمن وپیژني جګړه ۱۵ کاله ته ونه رسېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close