پر افغان- ترک ښوونځي بريد کې درې تنه ټپيان او څلور ښوونکي نيول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۶)

د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې دولتي ځواکونو پر افغان- ترک ښوونځي بريد کړی چې له کبله يې درې تنه ټپيان شوي او د ياد ښوونځي درې ښوونکي نيول شوي دي.

د دغه ښوونځيو مسئولين وايي، افغان ځواکونو له تېرې شپې راهيسې په شبرغان کې د افغان- ترک ښوونځی کلابند کړی و.

د دغه ښوونځي مرستيال محمود صديقي وايي، عسکر د زده کوونکو او د هغوی د والدينو له غبرګون سره مخ شوي زياتوي چې بيا هم نوموړي ښوونځي ته دولتي ځواکونه داخل شوي، ډزې يې کړي چې په ترڅ کې يې درې تنه ټپيان شوي او څلور ښوونکي يې نيولي دي.

د دغه ښوونځيو مسئولين مني، چې د جوزجان د امنيت رئیس او د ولايت مالي او اداري مسوول د ياد ښوونځي دروازې ته ورغلي او په زور يې د داخلېدو هڅې کړي.

د افغان ترک ښوونځيو مديريت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ښوونځی د امنيتي ځواکونو له لوري کلابند دی او دوی به ځواکونو ته د لويې څارنوالۍ له امر پرته ښوونځي ته د داخلېدو اجازه ورنه کړي.

له بل پلوه د جوجان د پوهنې رئيس عبدالحی یشين ويلي، چې دوی نوموړي ښوونځي ته د تفتيش لپاره ورغلي خو د زده کوونکو او د هغوی د کورنيو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

تر اوسه په رسمي ډول چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي چې نوموړی ښوونځی په څه لامل کلابند شوی خو ځايي سرچينې وايي، په شبرغان کې افغان-ترک ښوونځی د ترکيې د ناکامې کودتا سره په تړاو تر پلټنو لاندې راغلی دی.

په ترکيه کې له ناکامې کودتا مخکې د افغان- ترک ښوونځيو مشري د “چاغ ايجوکېشنل انجيو” په غاړه وه چې ويل کېږي د ترکيې د حکومت مخالف فتح الله ګولن تر نفوذ او اثر لاندې يې چارې پر مخ وړلې خو کله يې چې ترکيې د تړلو غوښتنه وکړه افغان حکومت يې ټولې چارې په رسمي ډول د ترکيې حکومت ته وسپارلې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close