پر افغان ولس يو ځل بيا يرغليز عمليات

« سرليکنه »

افغان ولس د هر يرغلګر د يرغل زور ليدلی ، په مقابل کې يې مقاومت کړی او د خپلو سرونو په قربانيو يې د يرغلګرو زور اوبه کړی دی ، چې يرغلګرو بيا پخپله په وروستۍ تېښته کې منلې ، چې تېر وتنه موکړې ده، دا تېروتنه څلور مياشتې د مخه په کابل کې د روسي سفير او د حيرتان په پله اوړيدونکي جنرال ګروموف په خپله وينا کې منلې ده.

يوازې پيرنګي او روسي يرغلګر نه ؛ بلکې دې اوسنۍ يرغلګرې امريکې او ورسره ملګرو هېوادونو پوځي جنرالانو هم د بروکسل په ناټو غړو هېوادونو کې په وار وار منلې ، چې پر افغانستان مو يرغل کامياب نه و ؛ خو بيا هم په افغانستان کې د امريکا او ناټو د نوي پوځي قوماندان جنرال نکولسون په ډاډ ، چې وايي : د افغان پوځونو سره به د روزنې علاوه د اړتيا پرمهال مرسته کوو ، چې د کندوز په ښار او موسی کلا په ولسوالۍ بمباري يې ښکاره بېلګه ده ، د ملي امنيت رياست خبر ورکړی ، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به طالب وسلوال په پوځي مرکزونو او د سيمه ييزو پوستو پر پوليسو بريدونه زيات کړي.

دا وينا په تېرو ۱۵ کلونو کې د ناټو او امريکا پوځي جنرالانو کوله ، چې په لومړي ځل دا دی د ملي امنيت لخوا  هم وشو.

د مخه به يې خپله ويل ، چې د ګرمۍ د موسم په راتلو به د طالب وسله والو بريدونه زيات شي او د مقابلې لپاره يې آمدګي نيول اړين دي.

 د ملي امنيت سر پرست مسعود اندرابي ، چې بيا د پارلمان غونډې ته بلل شوی و، په غونډه کې يې د وينا پر مهال وويل : د شفق په نامه چې څو ورځې د مخه يې د کورنيو چارو د وزارت سره په ګډه غونډه کې د يرغليزو عملياتو په نامه ياد کړي ويلي يې و : دا عمليات به د اندرابي په وينا په ټول هېواد کې پېلوي او هغه سيمې ، چې طالب مخالفو وسله والو ترې نيولي دی د دې پېل کيدونکو يرغليزو عملياتو په داوم کې به يې ترې بيا ونيسي.

که د کورنيو چارو ، دفاع وزارت او ملي امنيت دومره زړور پوځ ولري ، چې په تېرو ۱۵ کالو کې د لاسه وتلې ولسوالۍ او سيمې بيا د مخالفو وسله والو طالبانو ونيسي ولس خو به د ارام ساه  واخلي ؛ ځکه بيا به يې امريکايي بې پېلوټه الوتکې د وسله والو په نامه پر کورونو ، جوماتونو ، د وادونو په ورا ګانو او روغتونو نو بمباري نه کوي؛ بيا به يې د ولسي وکړو ژوند په ارام شي.

لوی درستيز امر کړی ، چې په ننګرهار کې به شخصي وګړي وسلې له ځانه سره نه ګرځوي ؛ خو د بلخ په ولايت کې د زور واکو وسله والو مخه څوک نه نيسي.

 دا کار د بلخ ولايت لپاره اړين و ، چې په لويو لاروکې د ولسي وګړو سر او مال د زور واکو وسله والو له غلاو بچ کړل شوي وای دا به وروسته څرګنده شي ، چې يرغليز عمليات به وي که يرغليز چور او تالان ؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close