پر ایران د ټرمپ میزایلي ګواښ تر ټوېټره راورسېد

سرلیکنه

په ۲۰۱۵ز کې چې د امریکا جمهور رییس، بارک اوباما، له ایران سره د پنځو نورو هېوادونو په ملتیا د اټومي پروګرام په اړه موافقه وکړه، د امریکا اوسني جمهور رییس، ډونلډ ټرمپ، د نورو ناغېړیو ترڅنګ له ایران سره له تړونه مخ واړاوه او کړی تړون یې مات کړ.

دمخه چې ټرمپ له ایران سره لا کړی تړون نه ؤ مات کړی د اسراییلو په ملاتړ او ډاډ به یې وخت ناوخت پر ایران د میزایلو د برید ګواښ کاوه، خو ایراني چارواکو د امریکا او اسراییلو ټولو ګواښونو ته د رد ځواب وایه.

ټرمپ اوس پر اروپایي هېوادونو غږ کړی چې له ایران سره هر ډول را کړه-ورکړه بنده کړي.

دا د ټرمپ لومړی ځل دی چې پر ایران د میزایلو د برید تر ګواښ وروسته له اروپايي ټولنې ایران سره د سوداګرې د بندښت غوښتنه پر ټوېټر کوی.

اروپايي ټولنې او هغو هېوادونو چې امریکا خپل ملاتړي بلل او زیات باور یې پرې درلود د خپل دریځ په روښانه کولو سره د ټرمپ د غوښتنې په مقابل کې وویل چې موږ له ایران سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکوو. تر ټولو سخت ځواب ترکیې ټرمپ ته ورکړ، ویې ویل موږ د نورو په غوښتنه له ایران سره اړیکې نه پرې کوو او له ایران سره پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې یو.

ډونلډ ټرمپ چې دمخه به یې ایران د میزایلو په ویشتلو ګواښه اوس یې زور تر ټوېټره راکښته شو. یواځې ټوېټر ورپاتې دی او پر ایران یې د ګواښونو زور اوبه شو.

په ملګرو ملتونو کې د ایران نماینده، حسین کاظمپور اردبیلي، د اوپک سازمان په غونډه کې په څرګند ډول پر ټرمپ غږ وکړ چې د ایران پر خلاف دې له ټوېټره هم لاس واخلي او که د ایران پر خلاف بیا هم تبلیغات کوي بد عواقب به یې پخپله وګوري.

د اردبیلي له وینا داسې ښکاري چې له ایران سره پنځه هغه هېوادونه پر خپله پرېکړه ولاړ دي چې د اوباما د حکومت پر مهال یې له ایران سره اټومي موافقه لاسلیک کړې ده.

  ټرمپ دا پتېیلې وه چې اروپايي ټولنې ته له ایرانه د تېلو په نه رانیولو کې به ایران ته تاوان ورواړوي، خو  پخپله اروپايي ټولنې هم تاوان وکړ. د ټرمپ لخوا له ایرانه د تېلو په نه رانیونې د تېلو په مارکېټ کې یو بېرل تېلو کې لس ډالره ګرانښت راغلی.

ټرمپ د مخه سعودی عربستان پر شا ټپولی چې کومو هېوادونو د امریکا په غوښتنه له ایرانه د تېل واردول بند کړل هغو هېوادونو ته به په ارزانه بیه تیل ورکوي.

 په همدې اساس، امریکا اوس له یو شمېر ځان-پلوو هېوادونه غواړي چې د ایران پر ځای له سعودی څخه تېل وارد کړي.

 تېره ورځ، په هندوستان کې د تېلو واردوونکې کمپنۍ (انډین اویل) رییس، ساینجو سنګ، د بلومبرګ خبرې رسنۍ ته ویلي چې له ایران څخه د تېلو په اړه موږ هیڅ ډول ستونزه نه لرو، موږ ته سعودي سینه ډبولې، څومره تېلو ته چې اړتیا لرو سعودي یې تر ایران په ارزانه بیه راکوي.

ټرمپ فکر کاوه چې ټوله اروپايي ټولنه او هم یو شمېر اسیايي هېوادونه له ایرانه د تېلو نه واردولو کې یووالی راسره څرګند کړي، خو د هند په شمول د امریکا پلوو هېوادونو شمېر کم شو، ځکه خو ټرمپ پر ایران د میزایلو له ګواښونو لاس واخیست او اوس پر ټوېټر د ایران پر خلاف تبلیغات کوي.

که څه هم اروپايي ټولنه غواړي له ایران او پنځو هېوادونو د غونډې سره سمه خپله غونډه وکړي څو په دې اړه په نړیواله کچه د تېلو د مارکېټ جاج واخلي. خو د سعودي د سینې له ډبولو سره سره، ګرانه ده چې له ایرانه په تېلو نه رانیولو د تېلو قیمت پر خپل ځای پاتې شي، بلکې امکان شته چې تر لسو ډالرو نور هم لوړ شي.

تېره ورځ د ایران جمهور رییس، حسن روحاني، ګواښ وکړ، ویې ویل که اروپايي ټولنه د ایران پر خلاف د ټرمپ پلوي وکړي پر خلاف به یې د هرمز تنګی، چې اته کاله یې له عراق سره پرې جګړه وکړه، د تېلو د سوداګریزو کښتیو پر مخ وتړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close