پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۰)

 د راپورونو له مخې، تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو سترې پوځي اډې بګرام هوايي ډګر توغندیز برید شوی دی.

هوايي ډګر ته نږدې امنيتي سرچينې وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو په استوګن ځايونو لګېدلي دي.

طالبانو د بريدونو مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکلي،تيره شپه د بګرام په هوايي ډګر درې ځلې توغنديز بريدونه ترسره شوي دي زیاتوي (توغندي په ټاکل شويو هدفونو لګيدلي او امریکايي عسکرو ته درانه تلفات اوښتي دي).

تيره مياشت هم د بګرام هوايي ډګر څو ځلې د طالبانو تر توغنديزو بريدونو لادې راغلی و چې بهرنيو ځواکونو ته پکې تلفات رسېدلي و.

د پروان ولسوالۍ سرچينې د تيرې شپې توغنديز بریدونه تاييدوي خو بهرنيو ځواکونو په دغه بريدونو خاموشي څرګنده کړې.

طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close