پر بګرام هوايي ډګر د توغنديو بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۱)

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي اډې “بګرام هوايي ډګر” د طالبانو تر توغنديز بريد لاندې راغلی دی.

بګرام هوايي ډګر ته نږدې امنيتي سرچينې دغه بریدونه تاييدوي په وينا يې توغندي په هغو سيمو لګېدلي چيرته چې بهرنيو ځواکونه د اوسېدونې ځآيونه لري.

د ځايي سرچينو په وينا، دغه توغندي تيره شپه د يوولس بجو په شاوخوا کې د پروان له مرکز  د “ده قاضي” له سيمې پر هوايي ډګر توغول شوي دي.

عیني شاهدان وايي، په هوايي ډګر کې د توغنديو له لګېدو وروسته د خطر زنګونه او د امبولانس اوازونه اورېدل شوي چې ښايي بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وي.

ويل کېږي، د توغنديو له لګېدو وروسته چورلکو او استخباراتي الوتکو په شاوخوا سيمو پروازونه وکړل.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، په دغه بریدونو کې “امريکايي اشغالګرو ته درانه تلفات اوښتي دي”.

دا په تيره يوه نيمه مياشت کې نږدې اووم توغنديز بريد دی چې د طالبانو له خوا په هوايي ډګر ترسره کېږي.

طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close