پر داعش د امریکا هوايي بریدونو کې ۱۰ عراقي پوځيان وژل شوي دي

عراق (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل):

د امریکا په مشرۍ ائيتلافي قواو د هوايي بريد په نتیجه کې ۱۰ تنه عراقي پوځيان په خطا يې سره وژلي دي .

د د ائیتلافي ځواکونو دغه هوايي بريدونه له عراق  سره دوستانه جګړې په لړ کې پر داعش باندې ترسره کيږي .

د امریکې وزارت دفاع ويلي دي، چې سره له دې زمونږ او د عراقي ځواکونو ترمنځ همغږي موجود وه خو بیا هم دغه تېروتنه رامنځ ته شوه چې ۱۰ عراقي عسکر په کې ووژل شوي دي .

پینټاګون خبر ورکړی چې دوي په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي .

همدارنګه پنټاګون په خپله اعلامیه کې ويلي دي، چې دوي په دغه پېښه تاسف او غمرازي څرګندوي، چې ددوي په اصطلاح دوي خپل زړور عراقي سرتيري له لاسه ورکړل، چې د داعش تند لارو په ړاندې جنګېدل.

پنټاګون وايي چې دغه عملیات دوي د عراقي ځواکونو په اشاره ترسره کړي دي، او دوي ته په دې اړه کره معلومات نه ول .

بدرالدين ځواک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close