پر سترګو او ذهن د کمپيوټر بد اغېز

ډاکټر فصیح الله عمرزی

ساينسپوهانو که له يوې خوا د ټولنې د پرمختګ لپاره ساينسي آلې او ماشينونه جوړ کړي او انسان ته یې هراړخيزې استانياوې برابرې کړې، نو بلې خوا ته یې همدا انسان چې د ښه او هوسا ژوند ټټر یې ورته وهلی د کمپيوټر په استعمال له روغتيايي ستونزو سره هم مخ کړی دى.

پخوانيو طبيبانو به خپلو مريضانو ته د ارام او سکون يا په کور کې د ناستې، چې بدن یې يو څه ارام وکړي، مشورې ورکولې. په ساده ژبه به یې ورته ويل: بايد څو ورځې کار ونه کړې.

 خو اوس ساينسپوهانو روغ او ناروغ دواړه په جسمي او ذهني کارونو دومره بوخت کړي چې د بدن د سلامتيا د رنګينو نظارو سيلونه، د غرونو د خوندورو فضاګانو، او د دښتو د ګلورينو خوشبوګانو د سیل دروازې تړلي دي.

د انسان دماغ که په سیل او تفريح سره ارام مومي، دا ډول بدن هم ارام ته اړتيا لري. د ښو ورشوګانو- ښکلاګانو په ليدلو د انسان ذهن، بدن او سترګو ته ګټه رسيږي.

 خو د کمپيو ټر، موبايل او نورو الکترونيکي وسايلو په کارولو د انسانانو، او په ځانګړې توګه د ځوان نسل، د شپې او ورځې سکون او ارام له منځه تللی دی.

په نړۍ کې دا مهال تر ټولو زيات کار په کمپوټر او په نوي سیستم جوړو (ګرځنده ځېرکو) موبایلونو روان دی.

د همدې نوې ټکنالوژۍ پلار، بيل ګيټس، پخپله د کمپيوټر له کارولو لاس اخستی، وايي پر بدن او دماغو بد اثر کوي.

د پرمختللي سیسټم پلار بيل ګيټس په خپل کور کې پر خپلو اولادونو هم بنديز لګولی. ورته ويلي یې دي چې الیکترونیکي وسایل مو پر نظر او ذهن بد اغېز کوي، بايد له استعماله یې ځانونه وژغورئ، خو که ډېره اړتيا ورته لرئ، نو په پخلنځي کې یې چې نور څوک درسره نه وي د لږ وخت لپاره استعمالولاى شئ.

بيل ګيټس دې نتيجې ته رسېدلی چې کتاب که هر څو مطالعه کړل شي پر ذهن بداغېز نه کوي، ځکه یې د کمپيوټر د استعمال پر ځای کتاب غوره کړی دى.

بيل ګیټس په خپل کور کې د سمارټ فون په کارونې هم بندیز لګولی دی.

 خو روغتياپوهان وايي، نوې ټکنالوژۍ که روغتيايي اسانتياوې رامنځته کړې، روغتيايي ستونزې هم له ځان سره لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close