له لیکوال، شناند، مدني او سوله ییز فعال شفیع اعظم سره د کابل.کام هراړخیزه مرکه

کابل.کام د هېواد د وروستیو حالاتو او تحولاتو، سولې، جګړې او له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو د لارو چارو په اړه له لیکوال، مدني او سوله ییز فعال او د سیاسي چارو له شناند شفیع اعظم سره مرکه کړې، چې دا دی لوستونکو ته یې وړاندې کوو.

ــــــــــــــــــــــ

کابل.کام: قدرمن شفیع اعظم صیب ښه راغلاست. د لومړۍ پوښتنې په توګه، په هیواد کې وروستي امنیتي حالات څنګه ارزوئ، او آیا هیله شته چې د سولې لپاره به د یوه تفاهم دریڅه پرانیستله شي؟

شفیع اعظم: سلامونه او نېکې پېرزوینې تاسې او ټولو عزتمندو لوستونکو ته وړاندې کوم.

موږ اوس د خبرو اترو وړاندې یا (Pre-Negotiation) مرحله کې یو. طبیعي ده چې له خبرو اترو وړاندې هر لوری په ټول قوت کوښښ کوي چې له یوه قوي دریځ نه د خبرو مېز ته کېني.

له شک پرته دا دور تر بل هر دور زیات خونړی وي او هر لوری کوښښ کوي چې د ځان قوي ښودنې او مقابل لوري ضعیفه کولو لپاره ټول قوت کاروي.

په دغه برخه کې دواړه لوري د نظامي هڅو سربېره په تبلیغاتي جګړې هم زور اچوي چې ښه بېلګه یې د غزني جګړه ده. متاسفانه د غزني جګړې بیا حکومت، نړیوالې ټولنې او آن طالبانو ته خورا مالي او حیثیتي زیانونه درلودل. که په لنډ ډول اشاره ورته وکړم نو د حکومت او نړیوالې ټولنې حیثیت په نظامي ډګر کې لګدمال شو خو کله چی غزني اور واخیست او خلکو ته ملیونه ډالر مالي زیان واوښت نو په تبلیغاتي ډګر کې پر طالبانو مرګونی ګوزار و.
ډیرو و ویل که طالبان په دغه شکل کابل ته ننوځي نو خدای دې یې بیخي نه راولي.
هیله لرم د جګړې ښکېلو لورو د غزني له جګړې ډېر څه زده کړي وي.

په هر حال د جګړې دغه شدت چې ځیني یې د سولې خلاف هڅه بولي برعکس دا په خپل ذات کې د سولې د نږدې کېدو مرحله بلل کېږي.
له بل لوري راز سولې ته نه یواځې په افغانستان بلکه په سیمه ایز او نړیواله کچه قوي لېوالتیا زیاته شوې. دا فرصت واقعا یو تاریخي فرصت دی. د سیاسي ډګرونو سربېره اوس د امریکا په پنټاګان کې چې یو نظامي مرکز دی د سولې ډیپارټمنټ شتون او ایجاد دا ښیي چې نور نو جګړه ایز منظق د سولې مقابل کې په ګونډو شوی.

کابل.کام: ایا نړیوال او افغان حکومت د سولې په برخه کې هم نظره دي،که همنظره وي نو صلاحیتونه کوم لوری لري؟ او که اختلاف وي، نو آیا افغان حکومت له امریکا+نړیوالې ټولنې سره د اختلاف پاللو وړتیا لري؟

شفیع اعظم: که نړیوالو نه منظور د امریکا په مشرۍ افغانستان کې ښکېل هېوادونه او ناټو وي نو ځواب تر یوه حده هو دی که په دې کې سمیه ایز هېوادونه لکه ایران، پاکستان، روسیه، چین او نور وي نو بیا نه.

د سولې برخه کې چې چټک پرمختګ نه کېږي یواځنی علت یې زما په نظر دا دی چې افغان حکومت د افغانانو د خوښې او عیني واقعیتونو پر ځای د امریکا او د خپلو نړیوالو ملاتړو سترګې څاري. امریکا او ملاتړي یې سوله غواړي او هڅه کوي چې نور له دې جګړې او دې نښتي مرداب نه په عزت او ابرو و وځي. په همدې اساس یې د طالبانو په ګډون هر هغه ادرس ته چې فکر کېږي پر طالبانو نفوذ او اغېز لري لاس غځولی. مګر هڅه کوي دا هر څه مشروط د دوی د شخصي ګټو پر خوندیتوب وي نو ځکه له خنډ او ځنډ نه کار اخلي.

مګر بلخوا افغانان بیا د سولې برخه کې نور د هیڅ خنډ او ځنډ له امله د رسېدونکي تاوان تحمل نلري. حکومت بیا په دې خاطر چې امریکا او متحدین یې خفه نشي د سولې لار کې خنډونه ایجادوي. د مسکو کنفرانس سره د همکارۍ پر ځای د امریکا په خوښه د دوی انکار او د هغې مخنیوی یې ښه بېلګه ده. اوس هم د سولې او باور جوړونې پر ځای هره غونډه کې د اندونیشیا، کابل او مکه کې د علماو کنفرانس ته د جګړې د مشروعیت پای او پر طالبانو د مذهبي فشار په حیث بار بار یادونه کوي چې دا کار د باور جوړونې پر ځای باور له منځه وړي او سوله شاته غورځوي.
حال دا چې اوس په افغان جګړه دا ډول کنفرانسونه هیڅ اغېز نلري او تاسې له دې کنفرانسو وروسته د ولسوالیو او ولایتونو سقوطونه ولیدل چې څومره اغېز یې درلود مګر بیا هم ولې بار بار ټینګار؟

کابل.کام: که طالبان له ګاونډیو او نورو ځواکمنو هېوادونو سره اړیکې او تماسونه لري، نو امریکا او ګډ حکومت یې ولې نشي زغملای؟ هغه څه دي چې د ملي یووالي حکومت او امریکا یې په دې اړیکو کې ځان ته خطر بولي؟

شفیع اعظم: دې کې شک نشته چې طالبان په افغانستان او سیمه کې د افغان حکومت او امریکا مخالف جریان دی او په هره اندازه چې هغوی په نظامي او سیاسي ډګر کې قوي کېږي نو په هماغه کچه به د دوی تله سپکېږي.

د طالبانو اسلامي تحریک یو وخت داسې حرکت و چې اړیکې یې یوازې تر پاکستان او سعودي محدودې وې. دومره منزوي چې روس او ایران له امریکا سره د ټولو اختلافاتو باوجود هغوی ته خپله خاوره او هوا خدمت کې ورکوي تر څو طالب پرې وټکوي. له هند او چین سره هم د طالبانو اړیکې تر همدې حده خرابې وې او تل یې په نړیوالو مجالسو کې د طالبانو خلاف د امریکا پر ګټه دریځ نیوه.

اوس طالبان په ډیپلوماټیک ډګر کې د افغان حکومت په پرتله په مراتبو قوي او فعال رول لري. یو وخت د ګډ حکومت مشر داکتر غني تل دا ادعا کړه چې افغانستان به د سیمې د وصل پر مرکز بدلوي او دلته به سیمه ایزه او نړیواله اجماع را منځته کېږي.
مګر دا هیلې هغه وخت صرف هیلې پاته شوې چې دوی ونه توانیدل د امریکا له وزرو او ارادو پرته د افغان ګټو پر اساس اقدام وکړي. دومره لوی هدف لپاره لویه قرباني او جرئت لازم دی کوم چی افغان حکومت نه درلود. همدا علت و چې افغانستان تقریبا مخ په انزوا ولاړ.
طالبانو د افغان حکومت دغې ضعف نه په استفاده وکولای شول له ټولو ناراضي سیمه ایزو هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي. ځان پرې یو مشروع قوت ومني او ضمن کې کومې اندېښنې چې یادو هیوادونو یو وخت درلودې هغه تر ډیره حده حل کړي.

ترکمنستان مخکې له دې چې افغان حکومت سره پر TAPI وغږېږي راځي اول طالب مشرانو سره سلا مشوره کړي. هر ځل چې د سولې خبرې مخته تلې نو هند به اعتراض کاوه. مګر دا ځل کله چې طالبانو سره د سولې خبرې کېږي هندو ټایمز لیکي چې هندیان نباید طالبانو سره د سولې خبرو اړوند اندېښنه ولري.
ویل کېږي طالبانو وار له مخه د پردې تر شا هندي چارواکو سره خبرې کړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې افغان – هند اړیکو ښه کېدل او ورانېدل به یواځې پر افغان ګټو را څرخي نه د پاکستان یا نورو په خوښه.
همدا راز اندونیشیا او ترکمنستان ته په سفر کې طالب پلاوي له روسي، ترکمنستاني، قزاق، تاجک، چین او نورو سیمه ایزو هیوادونو له ډیپلوماټانو سره مفصلې خبرې اترې درلودې او د هغوی ټولې اندېښنې یې په ښه ډول ځواب کړي.

نو کله چې طالبان په دغه کچه نړیوال او سیمه ایز شهرت او پارټنرشیپ مومي نو طبیعي خبره ده چې له دې کاره به ګډ حکومت او امریکا ځکه اندېښمن وي چې دوی نو اوس د مذاکراتو په مېز کې د غوښنې برخې مستحق دي.

کابل.کام: د مسکو لغوه شوې غونډې په څېر د ملي وحدت حکومت او امریکا په هغو غونډو کې ولې ګډون نه کوي او لغوه کوي یې چې طالبان هم د یوه لوري په توګه ورته بلل شوي وي؟

شفیع اعظم: روسان او امریکا تاریخي مشکل لري. همدا اوس سوریه کې ښکر په ښکر دي. طبیعي ده چې د روسانو ارادې به دلته هم امریکا ته ښې نه وي. که ښې هم وي نو امریکا باور نشي کولای نو ځکه پر داسې غونډو تل مشکوک وي.

له بل لوري لکه څرنګه چې مخکې اشاره وشوه دواړه ښکېل اړخونه کوښښ کوي چې مذاکراتو مېز ته له قوي موفقه داخل شي. مسکو غونډه کې طالب پلاوي ته د یوه قوي سیال په سترګه کتل کېږي کوم چې افغان حکومت تر اوسه هم دېته ندی چمتو چې طالب د یوه لوی قوت په حیث ومني.

فکر کوم دا یې لویه تېروتنه ده. همدا اوس امریکا طالب ته د یوه سیال قوت په سترګه ګوري. آن تر دې هم اوچت چې د افغان حکومت د مکرر تاکید باوجود بیا هم خپل اولس کلن غرور ماتوي او د طالبانو د شرط او خوښې قبلولو په پار نیغ په نیغه له دوی سره خبرو ته کېني.
نو کله چې امریکا د لوی قوت سره حاضرېږي له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي نو له همدې یې اندازه لګېږي چې افغان حکومت دا ضد څومره عقلاني او منطقي دی.
د افغان حکومت همدا بېځایه ضد، عیني شرایطو نه درک او د امریکا خوښې ته لومړیتوب ورکول هغه څه و چې له امله یې افغانستان په سیمه کې له انزوا سره مخ شو او ټولو سیمه ایزو هیوادونو د حکومت پر ځای طالبانو ته مخه کړه.
د حکومت د دغه ضد بیه به متاسفانه بېرته عام افغانان پرې کوي. هر څومره چې حکومت او طالبان د عیني شرایطو مطابق تصمیم نیسي او ژر ور سره ځان عیاروي په هماغه کچه به افغانان له دې روانې کشالې ژر او خوندي سرونه و وځي.

کابل.کام: د سیاسي ګوندونو وروستي دریځ ته په کومه سترګه ګورئ او دا چې ارګ د اختلاف ضمني اشارې ورکړې، څنګه یې ارزوئ؟

شفیع اعظم: سیاسي ګوندونه له حکومت سره په قاتلانه تقابل راوتي. پر یو بل بیخي ډیر بېباوره دي. څو ناستې یې وشوې مګر دغو ناستو د جوړېدو پر ځای نوي اختلافات وزېږول. خبره تر دې رسېدلې چې نور د موقت حکومت په پلمه بیخي د دې حکومت بستره ټولول غواړي.
هغوی له هر ممکن فشاره کار اخلي. طالبانو ته رجوع او هغوی سره د نظام په استازولۍ خبرې کول په خپله د یوه فشار نښه ده. په دغه کار سره غواړي د Afghan led Afghan Own یا افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو اترو ابتکار له حکومته ځانته منتقل کړي. یا په بل عبارت نړۍ ته ښیي چې تاسې چې کوم وړاندیز کړی نو دا حکومت د هغې د پلي کېدو وړتیا نلري.
لویه کې صرف د سولې اړوند دا ایجاد شوی فشار یا نور فشارونه مثمر بولم. حکومت که په یواځې ډول پرېښودل شي ممکن توافقات یې بیا اختلافات وزېږوي. نو سولې پروسه کې چې د حکومت باوجود اپوزیشن یا د حکومت سیاسي مخالفین چې ډیری یې طالبانو سره پخواني تنظیمي اختلافات هم لري په خلاص مټ داخلېږي نو دا موږ یوې ټول منلې او پایداره سولې ته نږدې کوي.

کابل.کام: امریکا ویلي کابل ته یې دا ځل باصلاحیته استازی معرفي کړی، پاکستان هم ورته ژمنې کړې، ستاسو په آند د سولې تر خبرو دمخه باید د باور جوړونې لپاره کومې مهمې لارې چارې ولټول شي؟

شفیع اعظم: باور جوړونه د سولې یقیني کولو برخه کې قوي عامل دی. او زه فکر کوم دغه برخه کې عملا اقدامات شوي.

همدا اوس د امریکایي ډیپلوماټانو او آن نظامیانو په ادبیاتو کې کافي بدلون او نرمښت لیدل کېږي.
امریکا ډېر ځله په خپلو اعلامیو کې داسې ټکي یادوي چې پکار ده طالبان هم له هغې ډیپلوماټیکه استفاده او د باور جوړونې په پار یې ښه وشاربي. دا چې مخامخ خبرو ته حاضر شول دا لوی فرصت دی.

له دې انکار نشي کېدای چې ټول لوري له جنګه ستړي دي نو یواځې پر هغو مواردو تمرکز پکار دی چې د مقابل لوري عزت، حیثیت او ګټې پکې خوندي کړای شي.
لویه کې بیا هم تاکید کوم چې هر لوری باید د خپلو ګټو باوجود د مقابل لوري ګټې هم نظر کې ونیسي تر څو پایداره سولې خوا لاړ شو.

کابل.کام: د بیا رغونې چارو کې څه نظر لرئ، په داسې حال کې چې د څو لویو پرژو او عام المنفعه رغنیزو چارو د پیل ژمنه یا هم پرانیستل شوې خو لا هم حکومت یواځې ولس ته په ژمنو ورکولو تورن شوی دی، آیا رښتیا هم حکومت عملي کار نه دی کړی، او ولې؟

شفیع اعظم: موجوده حکومت له پیله په پوپلیستي یا عوام فریبانه حرکاتو متهم و. د کرزي د حکومت ډیری چارواکي مدعي دي چې ګډ حکومت هغه پروژې له سره افتتاح کړې کوم چې کال مخته پخواني حکومت افتتاح کړې وې. په دې کار سره دوی غوښتل چې ولسي ملاتړ خپل کړي.
په دې کار کې لومړیو دوه کلونو کې تر ډېره وتوانېدل مګر وروسته له څلورو کالو وینو چې له افتتاح او نقل ویشنې پرته بیا تیږه په تیږه نده کېښودل شوې. ننګرهار کې له سولري برېښنا نیولې بیا خوست او نورو ځایو کې د هوایي ډګرونو تر پرانیستو.

اساسي خبره دا ده چې حکومت د لویو زیربنایي پروژو پرانیستې وکړې او دا ډول پروژې په یوه جګړه ښکېل هیواد کې خورا ستونزمن کار دی. دا واقعا سخته ده چی یو لوری ته ورانول (جګړه) کوې او بل لور رغول. له شک پرته چې په داسې حالت کې به دا وعدې صرف وعدې پاتېږي.
د ټاپي، کاسا زر او نورو لویو پروژو او بندونو جوړېدل یواځې هله شوني دي چې افغانستان د واحد حکومت او سولیز ملت څښتن شي.
د بد امنیتي وضعیت له امله د افغانستان پر ځای پاکستان د چینایانو د ورېښمو لارو مرکزیت وټاکل شو. که وضعیت همداسې دوام کړي نو ټاپي هم د کېنسل کېدو په درشل کېده. ایران په دوه پنجو منتظر ناست او جنوبي اسیا ګاز او تېلو ته تږی. دا یو منل شوی اصل دی چې کاروبار کې څوک د چا لپاره صبر نه کوي.

کابل. کام: په وروستۍ برخه کې، د سولې راتګ لپاره اړینې لارې چارې کومې دي؟ افغانان به څنګه د یوې باعفته سولې څښتنان کیږي او طالبان، حکومت + امریکایي لوری باید یو بل ته له کوم تنازلاتو کار واخلي.؟

شفیع اعظم: افغان سوله اوس یواځې د افغانانو نه بلکه اوس د سیمې هېوادو او نړۍ د توجه وړ موضوع ده.

له شک پرته چې ابتکار د افغانانو په لاس کې دی. که افغانان خپله لاس پکار نشي نو نړۍ اړتیا لري چې څنګ کی یې یو ګډ وډ بې سرپرسته هېواد و اوسي، تر څو خپل اختلافات او زور ازمایي بیا هلته وکړي. کنه مجبور دي روسان، امریکایان، هند، پاکستان، چین، ایران او نور د اختلاف بیه په خپلو کورونو کې د یو بل په وهلو پرې کړي. حتا خپلې وسلې مجبور په خپلو دښتو او خپلو سمندرونو کې و ازمایي. دا هر څه اوس په افغانستان، سوریه او عراق کې کېږي ځکه چې سرپرست او مالک نلري. افغانستان تر دې حده بې صاحبه ملک شوی چې ځیني د نظامیانو په چوکاټ کې ښکاریان را استوي تر څو په انسان وژنه د ښکار عقده او شوق دلته سوړ کړي کوم چې نورو هېوادو کې د هوسۍ پر ښکار کلونه بند سزا اورول کېږي.

له دې بحرانه د وتلو لپاره لومړي قدم کې د افغانانو له فشار وروسته سترګې امریکا، افغان حکومت او طالبانو ته اوړي. تقریبا دا هغه لوري دي چې تر بل هر چا نېغ په نېغه د دې جګړې او بل شوي اور مالي او ځاني بیه پرې کوي.

کابل.کام: امریکایانو ته څه کول پکار دي؟

شفیع اعظم: امریکا ته پکار ده چې له دغې بنبست نه په ابرومندانه توګه د وتلو په پار د خپلو مخالفینو باور ترلاسه کړي. هغه بندیزونه او تحریمونه چې دوی پر طالبانو لګولي باید لرې کړي. د طالبانو دفتر په قطر یا بل ځای کې په رسمیت وپیژني تر څو د طالبانو اطمینان حاصل شي چې امریکا سولې ته د یوه تکتیکي نه بلکه د یوه حقیقي هدف په سترګه ګوري.

له بل لوري په څرخي پله او باګرام کی ډیری طالب زندانیان دي کوم چې لاهم تر سختو شکنجو لاندې دي. کله چې د سولې خبرې کېږي دا د دوښمنۍ د پای اراده ده نو د دغو بندیانو په خلاصولو سره کولای شي د طالب مشرانو، سولې مرکچیانو او آن کوچنیو جنګیالیو چې سنګرونو کې پراته دي زړونه ګټلای شي.

کابل.کام: افغان حکومت ته څه پکار دي؟

شفیع اعظم: د افغانستان او سیمې حالات په ډیره چټکه توګه بدلېدونکي دي. سولې ته صرف په دې سترګه کتل ندي پکار چې موږ باید ګتونکي و اوسو. له خپلو ګټو زیات باید د مقابل لوري د ګټې او رضایت فکر ولرو. داسې سوله او مذاکرات پکار دي چې هر لوری ځان ګټونکی وبولي. که یو لوری هم داسې و انګېري چې ګویا تاواني شوی نو دا پایه داره سوله نه بلکه یوې بلې جګړې ته کېوتل دي.

ټولې دولتي دستګاوې باید په خپلو ادبیاتو له سره غور وکړي. فکر کوم لاهم ځینې تبصرې سولیزې نه؛ جګړه ایزې دي. مدني او مذهبي فشارونه د سولې راوستو صادقانه هڅه نه بلکه دا د یوې نرمې جګړې او حریف ماتونې هڅه وه کوم چې کارنده هم نه وه. دا که اوس هم موږ په هر سټیج کې یادې هڅې د سولېزو هڅو په نوم تېرو نو دا به په لوی لاس د باور فضا خدشه داره کړي.
اوس د سولې باب پرانیستل شوی او دا باب باید صرف د بخښنې، هېرونې او یو بل غېږ کې نیولو خبرې ولري.
له بل لوري پر امریکا ډېره اتکا کولای شي د حکومت او ولس تر منځ واټن ایجاد کړي. د حکومت فزیکي، حیثیتي او تاریخي بقا صرف د ولس په خوښه کې تامیندلای شي. حکومت د ولسي ملاتړ پرته د هیڅ بیروني قوت پر مټ دوام نشي کولای. د کمونستي رژیم بېلګه زموږ مخته پرته ده.

کابل.کام: طالبانو ته څه پکار دي؟

شفیع اعظم: موږ له یوې خطرناکې مرحلې تېرېدونکي یو. لږ غفلت به بېرته قرن حجر یا ډبرین پېر ته د افغانستان ستنېدل وي. دغه برخه کې له حکومت او نړیوالو زیات د افغانانو سترګې طالبانو ته اوړي.
ډیری افغانان خبر دي چې د افغان لوړ پوړو چارواکو کورنۍ بهر او پاسپورټونه په جېبو کې دي. که وطن ګل ګلزار شو نو دوی دلته که خدای مکړه هدیره وو نو بیا دوی په اسمان ګوره.

له امریکا سره د افغانانو ښکېلېدل له شک پرته یو مصیبت و. د مصیبت پېل او پای خطرناک وي. د روسانو راتګ هم عین مصیبت و. له راتلو زیات یې د وتلو وروستۍ لغتې افغانستان په بل مخ واړوه.
نو اوس د امریکا له شته خروج سره باید ډېر په احتیاط برخورد وشي. که خدای مکړه طالبان له دغې خروجه د امریکا د غرور ماتونې ډنډورې وغږوي نو ښایي موږ د نویمو کلونو یا نغد عراق او سوریې په برخلیک اخته کړي. په ټول قوت باید هڅه وشي چې دوی ته د ابرومندانه خروج زمینه برابره شي.
امریکا ته د خټو پوزې جوړولو کې باید ورسره طالبان مرسته وکړي. د دوی اندېښنې چې لري یې باید تر ډېره حل شي او موخه باید دا وي چې د دې شته افغانستان په رغونه کې د دوی مالي او اقتصادي مرستو جذب لپاره هم یوه دریڅه پرانستي وي.
دا هر څه د دې لپاره نه چې ګویا افغانان له دوی ښه خاطره لري بلکه دې لپاره چې وروستۍ لغتې نه یې په امان شو.

تر ټولو بد مجبوریت مو دا دی چې موږ د ډیرو بدو ګاونډیو او اژدهاوو منځ کې ګېر یو چې چا سره د خاورې، چا سره د اوبو او چا سره ایډیالوژيک او کلتوري اختلافات لرو.
له دې ټولو ټکرونو په سالم ډول ځان ویستل یو انساني، اسلامي او افغاني مسؤلیت دی او دې مسؤلیت ته به ټول په ګډه کار کوو.

د مرکې پای

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close