پر سوله د امريکا د نوې سټراټيژۍ بد اغېز

 تبصره

پر افغانستان د يرغل له پیله، امريکا او په کابل کې د امريکا لخوا جوړ شوی حکومت سوله شعار ګرځولی او د جګړې لپاره وسایل برابروي.

 په همدې موخه، پخوانيو امريکايي نظاميانو په ځینو غونډو کې په افغانستان کې د جګړې په ناکاميو اعتراف هم کړی دی، خو بيا هم امريکا نه غواړي چې، سره له نړيوال شرمه، په افغانستان کې له بايللې جګړې لاس واخلي.

دوه کال د مخه او.آى.سي. په ملګرو ملتونو کې يو غږ پورته کړى ؤ چې د اسلامي نړۍ ستونزې دې حل کړل شي، خو په دې غږ سره عربي هېوادونو خپل غږ يو نه کړ. له همدې امله د اسلامي نړۍ د نورو ستونزو د حل ترڅنګ د بيت المقدس او افغانستان مسئله له بحثه غورځېدلې پاتې شوه.

د افغانستان مسئلې ته، چې یوازینۍ حل لاره یې د اصلي لورو تر منځ مذاکرات او د بهرنیو ځواکونو وتل دي، تېر کال یوه داسې ناکامه سټراټيژي جوړه شوه چې له یوې مخې پر جګړه راڅرخېده او سولې ته هیڅ پام پکې نه و شوی.

 د ټرمپ په سټراټيژۍ کې يوازې او يوازې پر جګړه زور شوی او آن دا يادونه پکې شوې وه چې طالبان باید د پوځي فشار په وسیله خبرو ته کښېنول شي. خو تېره مياشت پر غزني ښار بريد د افغانستان په اړه د امریکا د پوځ او استخباراتو تر منځ اختلافات راپيدا کړل.

د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټيس، وايي چې د تېر په نسبت طالبان ”سولې“ ته په دې نږدې کې لېواله شوي دي، که د نوې سټراټيژۍ عملي کول دوام ولري، ډېر ژر ده چې طالبان به له کابل سره خبرو ته کښېني.

د امریکا نظر دا دی چې طالبان بايد له کابل حکومت سره خبرو ته کښېني. له همدې ليارې امریکا په يوه غشي دوه مرغۍ ولي: يو به طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي، او دویم دا چې د کابل نامشروع حکومت ته به له طالبانو سره په خبرو کولو مشروعيت ورکړي. خو طالبانو تل له افغان حکومت سره له خبرو کولو انکار په دې کړی چې افغان حکومت د خبرو او جګړې واک نه لري.

د افغانستان لپاره د ټرمپ د نوې سټراټيژۍ دا دی يو کال پوره شو، خو په افغانستان کې جګړې نورې هم پسې پراخې شوې دي.

 طالبانو چې له بهرنيو او افغان ځواکونو کومې سيمې نيولې، اوس هم ورسره دي او نورې هم ترې نيسي، ځکه امريکايي استخبارات د افغانستان لپاره د ټرمپ سټراټيژي بې ګټې بولي.

 د امريکا د استخباراتو په نظر، د ټرمپ سټراټيژي د امريکا لپاره په تاوان تمامه شوه، چې جوته بېلګه یې پر غزني او فراه ښارونو د طالبانو  بريدونه دي، چې د سر او مال له تاوانونو علاوه  یې د امريکا او افغان حکومت جګړه ييز مورال له خاورو سره خاورې کړ.

خو د امريکا د پوځ چارواکي بیا وايي چې د امریکا سټراټيژي په افغانستان کې اغېزناکه تمامیږي. د دوی د نظر باالعکس، استخبارات بيا په دې اړه منفي نظر لري. وايي، د امريکا نوې سټراټيژي ده چې امريکا یې د افغانستان د جګړې په اړه په نړيوال ازميښت کې ورټېل وهلې ده.

که د ټرمپ په لېوالتيا د افغانستان جګړه بلک واټر ته وسپارل شي، د بلک واټر ریيس، ايرک پرنس، به په غوړو وعدو امريکا نوره هم بدنامه کړي. ايرک پرنس وايي د بلک واټر شپږ زره اجير پوځ د يونيم لک دولتي پوځيانو کار کولاى شي، ځکه خو ټرمپ ورته ليوالتيا لري او استخبارات یې مخالفت کوي.

د امريکا د نوې سټراټيژۍ د عملي کولو پر سر د امريکا د نظاميانو او استخباراتو ترمنځ مخالفت دی چې د افغانستان پر سوله یې بد اغېز کړی دى.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close