پر شراب خونه د تیرې ورځې برید په افغانستان کې جنګیدونکي امریکایي عسکر کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۸)

امریکایي رسنۍ وایي چې تیره ورځ د کلیفورنیا آیالت په یوه شراب خونه کې پر ناستو کسانو د بریدکونکي هویت په ډاګه شوی دی.
بریدګر چې خپله هم وژل شوی، اوس یې په اړه ویل کیږي چې نوموړي په افغانستان کې محاربوي دنده ترسره کړې وه.
بریدګر “ډيوډ لانګ“ نومیده او د امریکا د سمندري قواوو عسکر و، چې تیره ورځ یې په یوه شراب خونه کې چې ۲۰۰ کسان په کې ناست و، ډزې وکړې ؛ ۱۳ کسان یې ځای پرځای ووژل او ۱۲ نور ټپیان شول، تر برید وروسته بریدګر خپل ځان هم وواژه.

د امریکایي رسنیو په استناد، ډیونډلانګ په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په سختو جنګونو کې ونډه اخیستې وه او زیات مډالونه یې تر لاسه کړي و، هغه پر بیګناه افغانانو هم ګڼ بریدونه کړي و او د بشري حقوقو په نقض هم تورن و.
سرچینې وایي، نوموړی له افغانستان څخه تر راستنیدو وروسته په دماغي ناروغۍ اخته شوی و، چې تیره ورځ یې د ۱۲ شرابیانو په ګډون خپل ژوند ته هم د پای ټکی کیښووده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close