پر طالبانو د نيکولسن د مذهبي فشارونو اغېزې

عبد المتین غورځنګ

په دې کې خو شک نشته چې طالبان په نړۍ کې يوازېنی داسې اسلامي تحريک دی چې د فساد، زنا، لواطت، شراب خوري، همجنسبازي، فسق او فجور په وړاندې د افغانستان له جنوب څخه د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ پیل شو او نږدې د هېواد په دري دېرشو ولاياتو کې یې ياد شوي جنايات په کلي ډول له منځه يووړل. همدارنګه يې د غرب لخوا د افغانسان د تجزیې قوي دسيسې هم په خپله عقيدوي تګلاره شنډې کړې.
خو اوس دلته د نيکولسن د مذهبي فشارونو خبره تر ټولو مهمه او خطرناکه ده، که لږ ځير شو نو ریښتیا هم نيکولسن، غرب او ټول ماتحت یې داسې نړيوال زبرځواک دی چې هر څه یې په وس کې دي، کوم څه چې هم وغواړي بې پوشتنې يې په اسلامي نړۍ تر سره کوي. نو که امريکا ته د مادي قوت له زاویې وګورو، باید طالبان تر سخت او قوي فشار لاندې واقع شي او نعوذ بالله حملې، وينې او اوولس کلنې خوارۍ يې تر ستر فکري ګواښ لاندې ونيول شي، ځکه چې د سعودي ځينو اوسنيو غرب پلوو امامانو په ډېره سپين سترګۍ د طالبانو مقاومت او دفاعي اسلامي جګړه ناروا او د اسلام له احکامو سره يې په ټکر کې وبلله، چې په همدې تعقيب او د نيکولسن په بې خرټه هڅو څه موده وړاندې په اندونيزيا کې د علماوو ناسته، په کابل کې د علماوو ناسته او فتوا او همدارنګه نورې بې پايلې هڅې هم تر سره شوې.
خو که د يوه مسلمان مؤمن حيث معنوياتو ته فکر وکړو نو بيا هيڅ د حيرانتيا او غلط فهمۍ خبره نه ده ځکه چې الله ج له خپلو بنده ګانو سره د سختيو پر مهال د مرستې او کومک ژمنه کړې.
او د همدغې الهي مرستې بېلګې او مثالونه موږ، تاسې او ټولې نړۍ وليدلې او په عقلي حس وانګېرلي، راځئ! څو بېلګې وليکو:
۱: په نړۍ کې به د کوم داسې ګوند مثال وړاندې نه کړای شئ! چې له منځه تللو وروسته بيا رامنځته شي. لکه څنګه طالبان رامنځته شول.
۲: که په نړۍ د بل ګوند له غړو سره داسې چلند او سلوک وشي کوم چې له طالبانو سره وشول کېدای شي چې د وخت په تېرېدو مايوس او له جګړې لاس واخلي. خو طالبان بيا هم فعال بلکې لا پر مختلونکي دي.
۳: دا چې طالبان دقيقه په دقيقه او ساعت په ساعت له دسيسو سره مخ دي. خو له دسيسو راوتل یې پخپله د الهي نصرت بېلګې دي.
۴: په دومره کمزوري اقتصاد ( د مسلمانانو په عشر، زکات او نامعلومو مرستو) جنګېدل او زبرځواکه نړۍ د ماتې په درشل درول هم الهي مرسته ده.
۵: د طالبانو د بنیان مرصوص په څېر صف هم الهي مرسته.
۶: له طالبانو سره د غرب د پروپاګند باوجود هم د نړۍ د غوڅ اکثريت مسلمانانو مينه او محبت. دا هم مسلمان درک کولی شي.
۷: دا چې طالبانو په خپله اوولس کلنه مبارزه کېـله خپلو اهدافو تنزل نه دی کړی نو له دې د طالبانو راسخه عقيده او په الله ج هر اړخيزه اتکاء د لمر په څېر څرګندېږي.
له طالبانو سره د الله ج پورته یادې شوې مرستې مشت نمونه خروار دي. نو لکه څنګه چې طالبانو د غربيانو تېرې بې شمېره دسيسې د الله ج په مرسته او اتکاء شنډې کړې نو په همدې شکل يې د نيکولسن دا فرموله هم له کاره وغورځوله! انشاء الله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close