پر لسګونه زرو عراقیانو د ادري فساد پر خلاف مظاهره وکړه

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار نن په عراق کې په لسګونو زرو عراقیانو د اداري فساد پر خلاف مظاهره وکړه. له عراقه په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې په عراق کې د امریکا د اشغال او بیا د امریکایي پوځونو وروسته چې امریکا پر عراق خپل پلوي واکمن واک ته رسوي، په عراق کې اداري فساد، بې روزګاري او نا امنیو د ولس ژوند تریخ کړی دی. په راپور کې ویل شوي چې همدا نن ورځ په عراق کې د تند لارو شیعه ملا مقتدا الصدر په مشرۍ د مظاهرې تر څنګ په کربلا، بصره، یابل او نورو ښارونو کې هم په عراق کې د ادري فساد پر خلاف مظاهرې شوي دي. راپور زیاتوي چې د دې مظاهرو نه مخکې ایت الله علي سیستاني له عراقي چارواکو غوښتي وو چې د اداري فساد مخه ونیسي او روغتیا، برېښنا او نورو برخو ته ښه والی ورکړي.   د عراق صدر اعظم د دې مظاهرو په ځواب کې ویلي چې یوه اصلاح به د پروګرام له مخې راولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close