پر ملکیانو بریدونه.. ګډو ځواکونو دوو ورځو کې ۲۹ ولسي وګړي شهیدان کړي

د رسنیزو شویو خبرونو له شمېرو معلومېږي چې په دوو ورځو کې نږدې ۲۹ ملکي وګړو د ګډو ځواکونو د بریدونو او چاپو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا خبرونه، چې د زمري میاشتې په ۷مه او ۸مه د ترسره شویو عملیاتو په ولسي تلفاتو راڅرخي، ښيي چې په دې دوو ورځو کې ولسي وګړو ته زیات تلفات په شپنیو چاپو کې اوښتي دي.

په دوو ورځو کې یوازې د ګډو ځواکونو په بریدونو کې ۲۹ ولسي وګړي داسې مهال ژوند بایلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې (یوناما)، د تیرې جولای میاشتې په ۱۵مه، په خپل راپور کې د روان ۲۰۱۸ز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر بېساري لوړ بللی و.

یوناما ویلي و، په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي تلفاتو شمېره د تېرو لسو کلونو په پرتله زياته شوې خو د ټپيانو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

د يوناما د معلوماتو پر بنسټ، په ياده موده کې ټول ۵۱۲۲ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له جملې يې ۱۶۹۲ تنه وژل شوي او ۳۴۳۰ تنه ټپيان دي چې ټول ملکي وګړي دي.

دوو ورځو کې رامنځته شوي تلفات: 

۱. د زمري ۷مه: زرغونښار، محمد آغه، لوګر

د زمري میاشتې په ۷مه نېټه، د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په زرغونښار سیمه کې د بهرنیو/افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې اووه ملکي وګړي شهیدان شول. د سیمې اوسېدونکي وايي، دې سیمې ته دولتي ځواکونه د عملیاتو په موخه راغلي وو، خو کله چې له طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل شول، د هوايي مرستې غوښتنه یې وکړه، چې په بمبار کولو سره اووه ملکي وګړي شهیدان شول. [خبر دلته کتلای شئ]

۲. د زمري ۷مه: شهیدان-ګل زمان بازار، میوند، کندهار

 د زمري په اوومه نېټه، د شپې مهال، ګډو ځواکونو د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند د شهیدانو له سیمي بیا ترګل زمان بازار پورې سیمه کې چاپه ووهله. دې چاپه کې، چې د زمري د ۸مې نېټې تر ماسختن پورې یې دوام درلود، د کلیوالو په خبره، نږدې ۱۶ کلیوال شهیدان شول، ۱۶ نور ګډو ځواکونو ورسره یووړل او د ولسي وګړو ګڼ شخصي ملکیتونه پکې وسوځول شول. [خبر دلته کتلای شئ]

۳. د زمري ۷مه: قیصار-خواجه سبز پوش، فاریاب

د اسد میاشتې په اوومه نېټه، غرمه مهال، د ځانګړې قطعې عسکرو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په هزار کلا سیمه کې پر ملکي وګړو د هاوان برید وکړ، چې له امله یې یوه مېرمن شهیده شوه، او پنځه تنه نور، چې دوې مېرمني، دوه ماشومان او د شهیدې شوې مېرمنې خاوند پکې وو، ټپیان شول. د سیمې اوسېدونکي وايي د ځانګړې قطعې عسکرو د طالبانو تر برید وروسته د ړندو هاوانونو ډزې پیل کړې. [خبر دلته کتلای شئ]

دویمه پېښه: له دې سره هممهاله، د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په بادغیسي سیمه کې هم د دولتي ځواکونو ړندو هاوانونو، د مالي زیانونو اړولو تر څنګ، یوه ۱۲ کلنه نجلۍ شهیده کړه، او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان کړل.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره، د ځانګړې قطعې سرتېرو د هاوانونو ډزې په دې سیمه کې د طالبانو تر هغه برید وروسته پیل کړې چې د دوی یو ټانک پکې وسوځېد، یو عسکر یې ووژل شو او درې نور عسکر پکې ټپیان شول. [خبر دلته کتلای شئ]

۴. د اسد میاشتې ۸مه: شېرګړ نوآباد، غني خېل، ننګرهار

د اسد میاشتې په ۸مه نېټه، د شپې مهال، افغان/بهرنیو ځواکونو د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د شېړګر په نوآباد کلي کې، چاپه ووهله، چې په پایله کې یې ۳ ملکي وګړي شهیدان او دوه تنه نور ټپیان کړل. [خبر دلته کتلای شئ]

۵. د اسد میاشتې ۸مه: فاریاب

د زمري په ۸مه، د فاریاب په شېرین تګاب او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې دولتي ځواکونو د ملکي وګړو پر مېشت سیمه د هاوانونو بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې یو نهه کلن ماشوم شهید شو او ۵ نور ماشومان او یو ۸۰ کلن سپین ږیری ټپیان شول. [خبر دلته کتلای شئ]

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close