پر نرم پوستکي د نرمو خوړو اغيز

ډاکټر فصيح الله عمرزى

د انسان بدن، رنګ، مزاج، پوستکى او روغتيايي وضعيت د کال په څلورو فصلونو کې  بدلېږي. يانې، هر فصل چې نوی کېږي، د انسان وجود او روغتيايي حالت هم ورسره بدلېږي. ځکه خو روغتياپوهان د ماشومانو لوري ته ګوته نيسي او ميندو ته لارښوونه کوي چې ماشومان له زياتې ګرمۍ او زياتې يخنۍ وژغوري.

په عامه توګه، د ماشومانو په پرتله لويان د موسمي بدلون تر اغېز لاندې دومره نه راځي لکه ماشومان چې راځي.

د دوبي په ګرمۍ کې هغه ماشومان چې په خبره او ښو بدو نه پوهېږي زيات د نس ناستې په مرض اخته کيږي. لوی لامل یې دا وي چې دوی په ناسته او خاپوړو کې خاوره خوري او هم د خپلې روغتيا خيال د ناپوهۍ له امله نشي ساتلای.

 همدا رنګه، د ژمي په موسم کې ماشومان د سينې له تکليف سره مخ کېږي، چې په عامه اصطلاح ورته ”سينه بغل“ ويل کېږي. په سينه بغل کې ماشوم د خپل خوراک توازن نشي مراعت کولاى.

 که پام مو وي، د ژمي په يخنۍ او د دوبي په ګرمۍ کې د انسان، او په ځانګړې توګه د ماشومانو، د مخ او نور بدن پوستکی زيات تغير کوي، چې همدا د پوستکي بدلون د ټول صحت لپاره تاواني تمامېږي.

که يو انسان ځان او خپل ماشوم ته نرم خوراک ورکړي، نو د سالم ژوند خاوند به شي او ښه سټه به ولري.

 يو انسان ته، هغه ستر وي او که کمکی، په اوسني موسم، اوړي، کې اوبه لازمي دي. که په اوبو څښلو کې څوک بخل ونه کړي، تل به یې په دوبي کې صحت (سټه) روغه وي.

که څوک په دوبي کې د ورځې له مخې زياتې اوبه وڅښي، نه يواځې دا چې روغه سټه به ولري بلکې ښکلې وېښتان به هم ورپاتې شي. يانې، په دوبي کې نرم خوراک او زياتې اوبه څښل د وېښتانو له ښکلا سره هم مرسته کوي.

په دوبي کې نرم خوراک او زياتو اوبو څښلو سره د انسان په بدن کې ويټامينونه او انټي اکسايډونه پاتې کېږي.

په دوبي کې د شیدو استعمال هم کمکي او هم سترانسان ته ډېره ګټه لري. شیدې په خپل ترکيب کې دوه بي دولس او ډي ويټامينونه لري، چې د سرو کوروياتو د ودې لپاره اړين دي. که غواړئ چې پوستکی او وېښتان مو نرم وي، په دوبي کې زياتې اوبه او د وس مطابق شیدې استعمال کړئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close