پر نواز شریف د عمران خان لفظي بریدونه

وروسته له هغه چې د پاکستان یوې فساد ضد محکمې د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر نواز شریف، د هغه لور او زوم د بند په سزا محکوم کړل، د نواز شریف ستر مخالف عمران خان پر نواز شریف د خپلو لفظي بریدونو ته یو ځل بیا زور ورکړی دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) مشر، عمران خان، پرون د محکمې تر پرېکړې وروسته د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل، ”نن شپه باید ټول پاکستانیان د خدای شکر ادا کړي او او نفلونه وکړي، ځکه د انصاف نظام د لومړي ځل لپاره یوه ځواکمن ته سزا اورولې ده.“

عمران خان په خپله وینا کې نواز شریف او د هغه ورور په پاکستان کې ”د فساد بنسټ ایښودونکي“ وبلل. ”د ضیاءالحق د واکمنۍ پر مهال نواز شریف او د هغه کشر ورور فساد پیل کړ. د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سیاست په ډګر کې پیسه وکارول شوه او سیاستوال واخیستل شول. دې دواړو وروڼو په پاکستان کې د فساد بنسټ کېښود.“

نوموړي زیاته کړه، ”د همدې غلو له امله د پاکستان هر بچی پوروړی دی.“

عمران خان پخوا هم په هره غونډه کې پر نواز شریف لفظي بریدونه کول، خو اوس د محکمې تر پرېکړې وروسته چې د نوموړي یو ستر رقیب د سیاست له میدانه د وتلو په حال کې دی نوموړي بیا لفظي بریدونو ته زور ورکړی دی.

عمران خان نن د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نږدې په پرته سیمه، ګولړه شریف، کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته ویلي، ”خدای چې څومره فرصتونه او موقعې نواز شریف ته ورکړي هغومره یې بل چا ته نه دي ورکړي.“

د نواز شریف په اړه د محکمې پرېکړه:

Image result for nawaz sharif

د یادونې وړه ده، تېره ورځ په اسلام اباد کې د فساد ضد یوې محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف پر لس کاله بند، د نوموړي لور مریم نواز په ۷ کاله بند او زوم یې محمد صفدر په یو کال بند محکوم کړل.

یادې محکمې همداراز نواز شریف ۸ میلیونه پاونډه او لور یې دوه میلیونه پاونډه جریمه کړل.

د ”اېونفیلډ“ په نامه په دې قضيه کې پر نواز شریف او د هغه پر کورنۍ د فساد او په غیرقانوني توګه د ملکیتونو د رانیولو تورونه لګول شوي وو.

د نواز شریف کشر ورور او د نوموړي پر ځای ناست د ګوند مشر، شهباز شریف، ویلي چې د محکمې دا پرېکړه ”له یوې مخې ناانصافي او ظلم“ دی.

نواز شریف یو کال مخکې، د ۲۰۱۷ز په جولای میاشت کې، د پاکستان سترې محکمې بې واکه اعلان کړ، چې په پایله کې یې نوموړی د لومړي وزیر له مقامه ګوښه او پر کور کښېنول شو.

د اېونفیلډ قضیې پرېکړه په یوه کال کې دننه درېمه پرېکړه ده چې د نوموړي پر خلاف کېږي. تر دې وړاندې د پاکستان سترې محکمې د پاناما پیپرز په نوم قضیه کې، چې د نوموړي پر خلاف د ترسره شویو پرېکړو بنسټ بلل کېږي، په سیاست کې له برخې اخیستلو بې واکه اعلان کړی و. تر دې څه موده وروسته، نواز شریف د خپل ګوند، پاکستان مسلم لېګ (نواز)، له مشري کولو هم منع کړل شو او ورور یې شهباز شریف د ګوند مشر شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close