پر وعده ولاړ خلک هم تاسې یاست

 تاند حسین خېل

 د افغانستان د اسلامي امارت د بندیانو د چارو کمېسیون تېره ورځ رسنیو ته په استول شوی راپور کې وعده وکړه، چې سر له سبا به د اختر د خوښیو په مناسبت او د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس له دوی سره یو شمېر بندي افغان سرتیري خوشې کړي؛ تر څو د اختر خوښي له خپلو کورنیو سره یو ځای ولمانځي.

نن یې په خپله کړې وعده وفا وکړه او د یوه ویډیویي راپور په نشرولو سره وښوده چې له دوی سره یو شمېر بندي سرتیري ازادیږي او خپلو کورنیو ته په داسې حال سپارل کیږي چې هیڅ یو بندي هم له طالبانو څخه شکایت نه لري.

د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمېسیون دغه بندي سرتيري په غزني ولایت کې له بنده ازاد کړي او وایي، دغه بندیان چې دوی په بېلا بېلو جګړو کې نیولي وو، نن یې د امیر المؤمنین شیخ القرآن والحدیث حضرت مولانا ”هبةالله اخندزاده“ حفظه الله ورعاه د فرمان پر اساس له بنده ازاد کړل.

له همدې مالومیږي چې، همدوی د ولس په درد دردمن او په خوښیو یې خوشحاله وي، تر بل هر چا یې ورباندې ترحم زیات وي او تل یې په خپله غېږه کې ورباندې د نجات وزرې خپرې کړي وي؛ همدا وجه ده چې د مظلومو هیوادوالو په زړونو یې د محبت څپرکی له ورایه ځلا کوي.

خو بلمقابل افغان دولت بیا هغه بندیان چې د بند مودې یې هم پوره دي، دوسیې یې نه څېړل کیږي، پر دوی رنګا رنګ تعذیبونه تر سره کیږي، چې ډېر وخت د بندیانو د احتساب لامل هم کیږي، خو د ازادېدو یې هیڅ تصور نه کیږي.

که څوک د زړه په سترګو دواړه جانبه پرتله کړي؛ خپله به قضاوت وکړي چې د اسلامي امارت ټول اراکن د هیواد د ابادۍ، د هیوادوالو د خوښیو او د شرعي نظام غوښتونکي دي، د خپلواکۍ په نعمت مین او له غلامۍ څخه متنفر دي.

که افغان حکومت په رښتیا له افغانانو سره یوه زره خواخوږي هم لري؛ باید له دوی سره بندي طالبان ژر تر ژره ازاد کړي تر څو د خوښۍ ورځې شپې له خپلو کورنیو سره یو ځای تېرې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close