پر ځان باور وکړئ، او ويره ووژنئ

ليکوال: سیف الرحمن ساحل سلطاني.

خيال باقي مه کوئ. خپل سر په دې خيال مه ستړی کوئ چې پرته له سختو او کړاوونو پرته به ګنې بريا ته ورسيږي هيڅوک دومره په اسانه او يوازې په بخت او تصادف بری ته نه رسیږي.
بريا خپل اوصول او قواعد لري او د هماغو په رعايتولو ترلاسه کيږي.
که غواړئ چې کار کي بريالي شي، ترفيع وکړې يا د ژوند په هره برخه کې بريالي شئ ،يوازي د بخت کار نه دی بلکې دا د هغو وړتياوو کار دي چې ستاسې د بريا لامل ګرځي او په هماغو تمرکز وکړئ.
همدارنګه د علت او معلول قانون زده کړې تاسي يو ځل بيا د بختورو او نيکمرغه خلکو چاپيريال وګوري د بخت په نوم به هيڅ هم پيدا نکړي بلکې له ښه بخته وړاندې به چمتووالي، پلان ،تفکر او موفقيت وګورئ که تاسي دا موضوع وڅيړي نو مشخص علت به يي پيدا کړي بريالي انسانان چي خنډ سره مخ شي، ښو پايلو ته رسيږي او د‌ همدې په مرسته بيا خنډ هواروي.
خو عادي او ناکام خلک بيا دا وړتيا نه لري چي له خپلو ماتو درس واخلي.
له ځينو ملګرو به مو اوریدلی وی چي :(دا يوازې ستا د کړونو زيږنده ده،
انديښنه مه کوا ! ويره نشته، له هيڅ شو مه ويريږه!) که داسي درته ويل شوي وي نو دا دي ملګري په ښه نيت شک مه کوئ.
د دي ترڅنګ، تاسې خپله هم ښه پوهېږئ چې د ويرې درمل چندان کار نه کوي
د ملګرو داسي خبري تاسي تر څو دقيقو یا څو ساعتونو ارامولای شي، خو که چيرې څوک غواړي تاسي په دي خبره ارام کړي چي ( دا ستاسې د کړونو زيږنده ده !) نو دا خبره به نه تاسي ډاډه کړي او نه به مو ويره ووژني.
هو ، ويره واقغآ شته ! او موږ که يي وژنو ، نو لومړی بايد دا ومنو چي ويره شته او وروسته یی بيا ووژنو.
خپګان ، سټريس ، لار ورکي، فشار…. دا هر څه له منفي خيالونو او بي لاريتوبه رامنځته کيږي خو يوازې د ويرې د زمينو په پيژندلو یی هم درملنه نشو کولاي. که چېرې يو ډاکټر پوه شي چي ستاسي د بدن يوه برخه مکروبي شوی دی نو کار همدلته نه ختميږي، بلکې درملنه به يي ترهغې روانه وي چي دا مکروب له منځه لاړ شي.
ويره د پرمختګ لومړی دښمن دي. ويره خلک نه پريږدي چې له شته فرصتونو ګټه واخلي. ويره انرژۍ او ګټورتيا ختموي انسان عملاً ناروغوي او عمر يي لنډوي. ويره ستاسو خوله د خبرو پر وخت ټړي. ويره ( ناډاډمنتيا او پر ځان بي باوري ) د ډيرو انسانانو د اقتصادي ستونزو او بي ثباتۍ لامل کيداي شي . ويره د دي توجيه هم کيداي شي چې ميليونونو خلکو لږ پرمختګ کړي دي او د خپل ژوند له فرصتونو او امکاناتو ګټه نه اخلي.
ويره ورانوونکو قوت دي. په هره سترګه چي ورته وګوري، ويره کولای شي چي انسان کي خوښي او نيکمرغۍ له منځه يوسي.
ويره که په هره بڼه او هر اندازه وي رواني مکروب دي .
نو لومړی بايد پر دي حقيقت پوه شي چي ( پر ځان باور اکتسابي دي ) يعني هيڅوک له موره پر ځاني باوري نه دي زيږيدلی. تاسي چي کوم خلک ګورئ چي په ټولنه کي زړور ، سرلوړي او باثباته خلک دي، دوي اصلآ په خپګان او انديښنو برلاسي شوي دي .
دوي هر ځای او هر وخت بي له کومي انديښني راښکاره کيږي، ځکه دوي يوازې په خپل زيار يوه يوه ذره ډاډه او اطمینان راټول کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close