ډيورنډ کرښه: پر اغزن تار لګوونکو پاکستاني عسکرو بريد شوی

وسله والو په شمالي وزیرستان کې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار او کټارو لګوونکو پاکستاني عسکرو پر ټولي ډزې کړې، چې په پایله کې یې یو پاکستانی پوځي وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال آصف غفور، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي په شمالي وزیرستان کې وسله والو د کرښې له پورې غاړې، چې نوموړی یې ”پوله“ بولي، د ډزو په پایله کې د نیاز علي په نوم پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، وژل شوی عسکر، نیاز علي، د خیبر پښتونخوا ایالت د مردان ضلعې اوسېدونکی و، او پر پوله یې د اغزن تار لګولو دنده درلوده.

د پاکستاني پوځ ویاند ویلي چې پر ډیورنډ کرښه به په هر حال اغزن تار او کټارې لګوي او د ”مشترکو ګټو لپاره د افغانستان همکارۍ ته اړتیا ده.“

پاکستان د تېر ۲۰۱۷ز کال له مارچ میاشتې راهیسې، پر ۲۶۱۱ کیلومټره اوږده ډېورنډ کرښه د اغزن تار او کټارو لګول پیل کړي دي.

د اغزن تار د کار د پیل پر مهال، د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې افغان دولت به د افغانستان ”د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د تر پښو لاندې کېدو پر مهال اقدام وکړي“. خو نږدې یو کال وروسته، چې د کرښې پر زیاتو برخو اغزن تار لګول شوی او دا مهال هم روان دی، بیا هم د افغانستان له لوري د هغه ”ځوابي اقدام“ څرک نه لیدل کېږي چې وعده یې شوې وه.

ډېورنډ کرښه نژدې يوه پېړۍ وړاندې د افغانستان او بريتانوي هند تر منځ د يوه هوکړه ليک له مخې کش شوه، خو تر اوسه د افغانستان او پاکستان تر منځ د يوې شخړې ‌پاروونکې موضوع په توګه پر ځای پاتې ده.

څو ورځې وړاندې، د ډیورنډ کرښې په اړه یوه جعلي خبر د ملي امنیت شورا دفتر غبرګون ته اړ ایسته. په یاد جعلي خبر کې، چې د پاکستان د مشهورې ورځپاڼې ډان په نوم خپور شوی و، ویل شوي و چې د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر، د پاکستان د پوځ له مشر، قمر جاوید باجوه، سره د لیدنې پر مهال تر اوږدو بحثونو وروسته ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه پېژندلې.

خو د ملي امنیت شورا د خواله رسنیو دا ګنګوسې ”یو مخ جعلي، بې بنسټه او پروپاګند“ وبللې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close