پر ښځینه افغان فوټبالرانو تورونه مخ پر زیاتیدو دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۱)

وروسته تر هغه چې فیفا اعلان وکړ چې پر افغان ښځینه فوټبالرانو د شويو جنسي ځورونو پلټنې کوي ، د لویې څارنوالۍ او د اردن هیواد د لوړپوړی چارواکي او د فوتبال فدراسیون د پخواني چارسنبالي مشر علي بن الحسین غبرګون یې راپارولی او په هکله یې د جدي تحقیقاتو د پیل غوښتنه کړې.
نوموړي ویلي، ډیری دا پیښې هغه مهال رامنځته شوې کله چې افغان ښځینه لوبغاړې په اردن هیواد کې په تمریناتو بوختې وې.

علی بن الحسین د دې رسوايۍ په اړه درې ځله پرلپسې پر خپله ټویټرپاڼه پيغامونه خپاره کړي او ویلي یې دي ؛ که دا ادعاوې ثابتې شي او په رښتیا هم داسې شوي وي، نو باید پر وړاندې یې قوي غبرګون وښودل شي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال کمېټې پخوانۍ مشره خالده پوپلزۍ هم د دې پیښو تائید کوي او زیاتوي چې “ پر افغان ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو لړۍ دومره پراخه شوې چې روزونکي او د فوټبال فدراسیون کارکوونکي په آسانۍ سره کولی شوي چې نجونې وزوروي او له هغوی د ناروا جنسي اړیکو غوښتنه وکړي“

په ورته وخت کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمید ویلي چې په دې هکله به جدي پلټنې وکړي او له مجرمینو سره به قانوني چلند ترسره کړي.

خو د افغانستان د فوتبال فدراسیون چارواکي بیا دا ادعاوې ردوي او زیاتوي چې دا تورونه د اسلامي حجاب د اجباري کیدو له امله لګول شوي دي.

بل لور ته د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې یوې ملاتړ کونکې کمپنۍ “هومل“ تر دې تورونو وروسته ویلي چې تر هغو به له دغه فدراسیون سره مرستط ونه کړي تر څو د دغه فدراسیون په مشرتابه کې تغییرات نه وي راغلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close