پغمان: ګډوځواکونو په شپنۍ چاپه کې ۵ ولسي کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۵)

راپورونه وایي چې تیره شپه د پلازمینې کابل په لویدیځ د پغمان ولسوالۍ د برې ارغندۍ په سیمه کې ګډوځواکونو پر یوه کور چاپه وهلې .
سیمیزې سرچینې وایي، افغان ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا د حاتم خیلو پر کلي چاپه وهلې او ګڼ کلیوال یې وهلي ډبولي او ګڼو نورو ته یژ مرګ ژوبله اړولې.
خبر زیاتوي، په دې چاپه کې چې هوایي ځواک یې هم ملتیا کړله، یو شمیر کورونه بمبارد شوي او د درنو وسلو په مټ د ګڼو کورونو دروازې ماتې شوي.
سرچینو ویلي، کمانډو ځواکونو په مخامخ ډزو ۵ بیګناه کلیوال ځای پرځای وژلي او څو تنه ټپیان دي.
ویل کیږي، د چاپي عسکرو ۸ تنه کلیوال هم له ځان سره د بندیانو په توګه بیولي.
دولتي ځواکونو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی خو طالبانو دا برید جنایت بللی او زیاته کړې یې ده چې د برید پرمهال “په سیمه کې مجاهدینو شتون نه درلود“
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو بې هدفه چاپو زور اخیستی چې تر ټولو ډیر زیان یې ولسي وګړو ته اوښتی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close