پلار مې درواغجن دی؟ :لنډه کیسه

جواد څارګر

قومندان صاحب په بډک ورغړمب وهل؛ منډه کړه رذیله او یو خبریال مبریال چېرې ولټوه او ژر یې درسره راوله

بډک پورته شو او په بیړه له پوستې ووت؛ قومندان دپوستې دجنوبي ټاور سره دنښتي اُطاق کړکۍخلاصه کړه او په لوړ غږ یې وویل؛ اې نجلۍ په خلاصو غوږونو یې واوره، که دې دخبریال پر وړاندې هغه څه ونه ویل څه چې ما درښوولي، وروڼه ـ خوئندې ـ مور او پلار به دې ټول یوـ یو درته ووژنم

نجلۍ اوښکې پاکې کړې، او غرېو نېولې یې قومندان ته وویل؛ دخدای پار دی، څه چې راته وایې همغسې کوم خو کورنۍ ته مې څه مه وایه.

قومندان له ځانه سره وبړمبېده؛ غریب سړی دی او دقومندانانو سره ښکرونه جنګوي، اوس به یې سابه ور په مالګه کړم.

ددؤو کوچنیو ماشومانو ژړا او فریاد پوسته پر سر واخیسته، شاه ولې څو وارې پر خوله دلاس ورغوۍ ورکېښود، مګر دماشومانو ژړا به لا تونده شوه.

قومندان ورغږ کړ؛ ژر یې دنجلي اطاق ته وردننه کړئ، هغه بډک په خبریالانو پسې تللی هسې نه کوم خبریال ـ مبریال یې وویني.

قومندان په فاتحانه موسکا اطاق ته ننوت او نجلۍ ته مخاطب شو؛ که دې درست اقرار وکړ، له دواړو وروڼو دې لاس پرېمنځه

نجلۍ پورته شوه، دواړه وروڼه یې په سینه پورې کلک ونیول او بیا یې قومندان ته مخ واړاوه؛ ته انسان نه یې، ته یو وحشي یې، ته غواړې چې زما ټوله کورنۍ دخپل هوس قربانې کړې.

قومندان په کلکه لغت دنجلۍ خبرې بندې کړې؛ عسکرو ته یې امر وکړ چې دواړه ماشومان دنجلۍ پر وړاندې حلال کړي.

دبډک غږ پورته شو؛ کومندان صاب خبریال مې راووست

قومندان په یوه غړچ د اُطاق دروازه بنده کړه او په بیړه دخبریال وخوا ته ورغی

له روغبړ وروسته یې یو څه پسپسک ورسره وکړ او د اطاق په لورې ولاړ. له لېږ ځنډ وروسته راووت، پر شونډو یې موسکا وه، په برېتو یې ګوتې وهلې، په بډک یې ورغږ کړ؛ ژر کړه رذیله د………… صاحب له بکسه کمرې راواخله او نصب یې کړه

خبریال دپورته کېدو هڅه وکړه مګر قومندان تر مټ ونیو؛ تاسو تکلیف مکوئ، هلکان کمرې برابروي.

کومندان له جوبه سګریټ راوکېښ، او خبریال ته یې ونیو؛ خبریال نرۍ موسک شو او دقومندان له لاسه یې سګریټ واخیست، په همدې کې د اُطاق دړه خلاصه شوه او نجلۍ دنصب شویو کمرو پر لور کاږه واږه قدمونه واخیستل.

خبریال په تېزۍ سره دکمرو وخوا ته ورغئ، نجلۍ له سره ټېکرۍ وغورځاوه او دکمرو پر وړاندې یې پر وجود، جوړ شوي زخمونه لوڅ کړل

قومندان او خبریال په کړس ـ کړس وخندل، دپوستې عسکر حیران ولاړ ول، نه پوهېدل چې قومندان او خبریال څه ته خاندي.

قومندان وروړاندې شو او نجلۍ یې څو لغتې ووهله؛ بیا یې په بډک ورغږ کړ، ژر پورته شه رذیله او دماشومانو کار یې ورخلاص کړه.

نجلۍ نعرې کړې؛ دخدای په خاطر وروڼه مې حلال نکړئ، څنګه چې تاسې وایاست همغسې کوم.

خبریال په بیړه کمرې عیارې کړې، نجلۍ سپین ټیکرۍ پر سر کړ، پر شونډو یې پیکه موسکا وځغلوله او لګیا شوه؛ زما پلار ظالم دی، خاین دی، درواغجن دی، قومندان ……… زما خوښ دی، زما خاوند دی، موږ دواړو په رضا او مینه نکاح کړې……..

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close