پلازمینه کابل کې زوروره زلزله وشوه

کابل ټکی کام ۰۴عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
شېبه وړاندې پلازمېنه کابل یوې زورورې زلزلې ولړزاوه.
د زلزلې ټکانونه تر یوې دقیقې زیات وخت ونیوو.
د کابل ځايي خلک وايي چې ۱:۴۵ بجې وې چې یوه زوروره زلزله وشوه، چې یو شمېر ونې یې چپه کړي دي.
د زلزلې ټکانونه د ریکتر په اندازه 7.7درجه ښودل شوې ده، چې خورا زوروره بلل کیږي.
د جوزجان ولایت او ننګرهار خلکو هم د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.
پلازمینه کابل کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي، خو د پېښور ښار یوه ودانۍ یې نړولې ده چې ځاني او مالي تلفات یې اړولي دي.
د پلازمینې کابل سربېره پاکستان او هند هم یوې زورورې زلزلې لړزولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close