پلچرخي: د مسوولينو د نه پاملرنې له کبله يوه زنداني ژوند له لاسه ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۵)

په پلچرخي زندان کې يوه بندي د مسوولينو د نه پاملرنې له کبله چې اړين روغتيايي توکي نه ورکول کېدل ژوند له لاسه روکړی.

دغه بندي قلم شاه د برکت شاه زوی چې د جلال اباد ښار اوسېدونکی دی له ډيرې مودې راهيسې په پلچرخي زندان کې د تور ژيړي پر ناروغۍ اخته و.

که څه هم نوموړی بندي د پلچرخي په سرطبابت کې بستر کړی شوی و خو د دغه زندان ډاکټرانو د ناروغ بندي ملګرو ته ويلي: ” موږ دغه ناروغ ته هغه درمل نشو ورکولای کوم چي دده لپاره لازم دي ځکه دلته يوازي د عادي ناروغيو محدود درمل شته”.

تر دې مخکې هم په دغه زندان کې ناروغو بنديانو د خپلې ناروغتيا له کبله چې لازمه درملنه يې نه ده شوې ژوند له لاسه ورکړی.

د طالبانو د بنديانو چارو کمېسيون وايي، له يوه کال څخه په کمه موده کې د مرحوم قلم شاه په شمول دا شپږم بندي دی چې ناورغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکوي او په ګڼ شمير نور بنديان هم په سختو ناروغيو اخته دي چې د مسوولو کسانو له خوا ورته هيڅ پاملرنه نه کيږي.

 د طالبانو د بنديانو چارو کمېسيون، د بشر حقونو پر نړيوالو او ورته ډول ادارو غږ کړی چې د ناروغو بنديانو مرسته وکړي زياتوي: “موږ يو ځل بيا د بشرحقوقو پر نړيوالو سازمانونو ، بانفوذو بې پرې هيوادوالو او اهل خير وروڼو ږغ کوو چي د مظلومو بې دفاع بنديانو مرستي ته را ودانګي او د ناروغيو د درملني او نورو ضرورياتو په اړه يې خپلي هڅي و نه سمپوي”.

د پلچرخي او باګرام زندان په ګډون د هېواد د بيلابيلو ولايتونو په محبسونو کې بنديان د ناروغۍ له کړاوه زوريږي او د زندانونو د چارواکو له لوري ورسره اړينه مرسته نه کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close