پلچرخي زندان: وسلوال عسکر زندان ته ننوتلي او پر زندانیانو ډزې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۵)

راپورونه وایي چې نن سهار لسګونه د ځانګړې قطعې عسکر زندان ته ننوتلي او زندانیان یې تر سختو بریدونو لاندې نیولي.
خبر زیاتوي، نن سهار وختي د یاد زندان له مختلفو بلاکونو څخه ګڼ شمېر بندي علماء، مهم بندیان او د بلاکونو بندي نماينده ګان نامعلوم لوري ته انتقال شوي او د بندیانو تر غبرګون وروسته اوس په دريم، پنځم، شپږم او زون بلاکونو کې پر بنديانو ډزي دوام لري.

خبر زیاتوي،  بندیان د اشرف غني سره د ملاقات په پلمه بګرام زندان ته انتقال شوي.
حکومت په دې تړاو څه نه دی ویلي خو طالبانو بیا دا چاره یو وحشت بللی چې په وینا یې (( د وحشي رژيم قصداً غواړي په دا ډول دسيسو لاس تړلي مظلوم بنديان په شهادت ورسوي او د جګړې په ډګر کي د خپلو شکستونو غچ له مظلومو بنديانو واخلي))
طالبانو له بشري اداراتو او بې پرې سازمانونو غوښتي چې د حکومت د د غه کړنې په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي.
د ویلو ده چې تېره مياشت هم د همدې ډول ډزو په نتیجه کې يو تن بندي (زين الحق) په شهادت رسېدلی وو.
د یادونې وړ ده چې حکومت دا ځل د خپلواکۍ د ورځې او لوی اختر په مناسبت هیڅ کوم سیاسي بندي نه دی خوشی کړی ،خو طالبانو په بیلابیلو ولایاتو کې سلګونه نیول شوي دولتي عسکر او نور سیاسي بندیان له بنده خوشي کړل، د طالبانو دا ګام په ملي سطحه وستایل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close