پلچرخي: شاوخوا اته زره زندانيانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۷)

له تېرو دوو ورځو راهيسې د پلچرخي زندان د څلورم، پنځم او اووم بلاک زندانيانو اعتصاب پيل کړی و او نن له ماسپښين وروسته لسم شپږم او درېیم بلاک زندانيانو هم اعتصاب پيل کړ.

له زندان څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د دغه زندانيانو شمير چې شاوخوا اته زره کسانو ته رسېږي د خپلو د ستونزو په موخه دغه اعتصاب پيل کړی دی.

د سرچينې په وينا، پرون ماښام د جمهوري رياست څخه د بنديانو د ستونزو د حل لپاره د ولسمشر ارشد مشاور ورغلی و ترڅو زندانيان خپل اعتصاب پای ته ورسوي خو د زندانيانو په خبره هر ځل حکومتي پلاوي تشې ژمنې کړي او د دوی غوښتنې نه دي منل شوي.

بنديان وايي چي پرون ورځ ناوخته ورته له جمهوري ریاسته د رئیس جمهور ارشد مشاور راغلی او د بندیانو نمایندګانو ورسره خبري کړي مګر د اعتصاب پر پای ته رسولو ورسره ځکه موافقې ته نه دي رسېدلي چي د ارشد مشاور خبري يوازي تشي ژمني وې او عملاً يې د بنديانو غوښتني نه دي منلي.

کابل ټکی کام ته د دغه زندانيانو غوښتنې رالېږل شوي چې په لاندې ډول دي:

لومړی: کوم فرمان او تخفیف چې د کال په مبارکو ورځو کې د ریس جمهور له لوري ورکول کېږي؛ باید استثنا پکې نه وي؛ ټولو بندیانو ته بې توپیره ورکړل شي.

دوهم: په فرامینو او تخفیفونو کې دي د نصف قید ماده لرې کړل شي.

درېیم: تقویتي تخفیفونه باید بندیانو ته تطبیق او ورکړل شي.

څلورم: دلته ډیری بندیان په اعدام محکوم دي کلونه کلونه بې سرنوشته پراته دي موږ په کلکه غواړو چې داعدامیانو سرنوشت معلوم شي او اعدام یې په قید بدل؛ او رسمي ورقې د سند په توګه ورکړلې شي.

پنځم: د صعب العلاج او کبر سن/سپین ږيري بندیان چې هر ځل په فرمان کې اعلانېږي؛ خو ازاد شوي نه دي؛ باید له خپله حقه برخوردار شي.

شپږم: لکه څنګه چې قانون ده چې بندي باید د قیدټاکلي موده په خپل ولایت کې تېره کړي؛ باید له مرکزي زندان د پلچرخي نه دي ولایتونو ته تبدیلي ازاده شي.

زندانيان وايي، تر هغې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي ترڅو چې غوښتنې منل شوې او عملي شوې نه وي.

تر دې مخکې هم د پلچرخي زندانيانو د ګڼو ستونزو له کبله په بار بار اعتصابونه کړي خو د چاراکو له لوري يې مشکلات په اساسي ډول نه حل کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close