پلچرخي: نږدې پنځه سوه زندانيان د کوما حالت ته رسېدلي- اعتصاب دوام لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۰)

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د پلچرخي زندان شاوخوا زرګونه بنديانو د خپلو غوښتنو د نه پوره کېدو له کبله په اعتصاب لاس پورې کړی چې تر دې دمه ويل کېږي سلګونه يې د کوما حالت ته رسېدلي او لا هم دغه شمېره مخ پر لوړېدو ده.

انځورونه پلچرخي زندان: هغه زندانيان چې په کوما حالت کې دي

د دغه زندان څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، سلګونه بنديانو په خپلو خولو کې سيخان ورکړي، له درې سوو زيات د کوما حالت کې پراته دي، چې د درېيو بنديانو پر سر يو سيروم ورته لګېدلی زياتوي: ” د کوما حالیو بندیانو شمېر دقیقه په دقیقه لوړېږي. نور د ډاکټرانو له وسه هم تېره ده. که د بندیانو پر وخت غور ونه شي؛ او یا یې غوښتنې ونه منل شي دداسې څه شاهدان به واوسو چې توقع مو نه درلوده”. 

دغه اعتصاب د څلورم، پنځم، شپږم، اووم بلاک سربيره د زندان په ځانګړي “ټمکيانومحبس” کې هم پیل شوی، د ټولو زندانيانو چې په اعتصاب يې لاس پورې کړی، تعداد شاوخوا ديارلس زره کسانو ته رسېږي.

د اسير همت په نوم یو بندي چې د بنديانو معلومات له رسنيو سره شريکوي وايي، تر دې دمه تر سلو زیات بندیان روغتون ته وړل شوي او نور ډېری یې د بلاکو په کلينکونو او پخپلو اطاقو کې پراته دي؛ سیرومان ورته چالان دي.

د همت په وينا، څلور ځله له اړوندو چارواکو سره خبرې شوي خو موافقې ته ځکه نه دي رسېدلي چې يواځېژمنې کوي او هيڅکله يې عملي بڼه نه ده لرلې.

نوموړی وايي، زندانيان دا ځل ډېر جدي دي، تر هغې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي ترڅو یې غوښتنې منل شوې او عملي شوې نه وي.

د بنديانو غوښتنې او ستونزې:

لومړی: کوم فرمان او تخفیف چې د کال په مبارکو ورځو کې د ریس جمهور له لوري ورکول کېږي؛ باید استثنا پکې نه وي؛ ټولو بندیانو ته بې توپیره ورکړل شي.

دوهم: په فرامینو او تخفیفونو کې دي د نصف قید ماده لرې کړل شي.

درېیم: تقویتي تخفیفونه باید بندیانو ته تطبیق او ورکړل شي.

څلورم: دلته ډیری بندیان په اعدام محکوم دي کلونه کلونه بې سرنوشته پراته دي موږ په کلکه غواړو چې داعدامیانو سرنوشت معلوم شي او اعدام یې په قید بدل؛ او رسمي ورقې د سند په توګه ورکړل شي.

پنځم: د صعب العلاج او کبر سن/سپین ږيري بندیان چې هر ځل په فرمان کې اعلانېږي؛ خو ازاد شوي نه دي؛ باید له خپله حقه برخوردار شي.

شپږم: لکه څنګه چې قانون ده چې بندي باید د قیدټاکلي موده په خپل ولایت کې تېره کړي؛ باید له مرکزي زندان د پلچرخي نه دي ولایتونو ته تبدیلي ازاده شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close