پنتاګون: له دې وروسته د طالبانو پر ضد جګړه ييز عمليات نه کوو

کابل ټکی کام ۱۶عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د امريکا دفاع وزارت يا پنتاګون په تازه څرګندونو کې ويلي دي، چې په افغانستان کې له دې وروسته د طالبانو پر ضد جګړه ييز عمليات نه کوي.

د پنتاګون وياند او د امريکا د سمندري ځواک قوماندان جيف ډېوس وايي، امريکا ځکه د طالبانو پر ضد جګړه ييز عملیات دروي، چې دغه ډله اوسمهال په افغانستان کې د سولې يو مهم لوری بلل کېږي.

ډيوس په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه هم څرګندونې کړې دي، او ويلي يې دي، چې دغه ډله په افغانستان کې هيڅ اداري موجوديت نه لري.

ياده دې وي، چې امريکا له دې وړاندې هم بار بار په افغانستان کې د جګړه ييزو عملياتو د درولو خبره کړې ده، خو هر کله يې چې خوښه شوې ده، په بېلا بېلو ولايتونو کې د طالبانو پر ضد له دولتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې برخه اخستې، شپني عمليات يې ترسره کړي او بمباري يې کړې ده.

بل لور ته که څه هم امريکا خپل عمليات د طالبانو پر ضد بولي، خو نږدې هر ځل يې په خپلو عملياتو او بمباريو کې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close