پنجشير روغتون: پنځلس ماشومان مړه شوي خو لامل يې نه دي روښانه شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۴)

د پنجشير د والي وياند محمد منصور عنابي وايي، د دغه ولايت په ايمرجنسي روغتون کې په تيرو دوو ورځو کې پنځلس ماشومان مړه شوي خو تر اوسه يې لامل نه دی روښانه شوی.

د عنابي په وينا، دغه ماشومان چې له يوې تر پنځلس ورځو يې عمرونه درلودل د تيرې شنبې او يکشنبې په ورځ يې د پنجشير په ايمرجنسي روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وايي، تر اوسه د يادو ماشومانو د مړينې لامل نه دی په ډاګه شوی خو د ډاکټرانو يوه ډله ټاکل شوې او په دې اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

د دغه ولايت د ايمرجنسي روغتون مشر ډاکټر محمد اکبر جان هم مني چې کوچنيان مړه شوي خو زياتوي چې د مړو شويو کوچنيانو شمير دولس تنه دی چې شپږ د پروان، درې د کاپيسا او څلور د پنجشير ولايت دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close