پنجشير کې سېلابونو لس تنه وژلي، سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۱) د پنجشير ولايت په خنج ولسوالۍ کې د ورښت او سېلابونو راوتو له کبله سلګونه کورونه ويجاړ شوي او لس تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پنجير د والي وياند عبدالودود علي مردان وايي، په یاده ولسوالۍ کې سېلابونو او غر ښوېيدنې سلګونه کورونه ويجاړ کړي او لس کسان وژل شوي دي.

د مردان په خبره، ښايي د سېلابونو له کبله د وژل شويو شمېر تغير وکړي.

خو ځايي اوسېدونکي بيا د سېلابونو تلفات ډير ښيي وايي تر دې دمه شل کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دغه شمېره په ډېرېدو ده.

یو تن ځايي اوسېدونکی زاهد وايي، تر اوسه درې سوه کورونه ويجاړ شوي او لا هم ځينې سيمې د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي.

د پنجشير چارواکو او سېلاب زپلو خلکو له حکومت غوښتي ترڅو ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close