پنټاګون: افغانستان کې د امريکا پوځي حضور د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره دی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۸) الماس خدرخیل

د امريکا دفاع وزارت سپينې ماڼۍ ویلي، چې په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور د افغان ځواکونو او افغان حکومت د ملاتړ لپاره دی.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي وياند پيټرکوک رسنيو ته په ډاګه کړه، چې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قومندان جنرال نیکولسن او ډله یې، چې له افغان دولت او افغان ځواکونو سره له نږدې همکاري لري، په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ماموریت  د امریکا د خوندیتوب لپاره اړین دی.

کوک زياتوي، چې که څه هم اوس دوی په افغانستان کې حالات ښه احساسوي، خو په خبره یې افغانستان لا هم خطرناک او له ستونزو ډک دی او اوس مهال ډيرې داسې ننګونې شته چې لا حل شوي نه دي.

د يادونې ده، چې پنټاګون دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې یو ځل بیا مسکو په افغانستان کې د امریکا له شتون څخه اندېښنه ښودلې ده.

په دې وروستيو کې د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې امریکا په ترکیه کې یوه پوځي اډه لري، نو په افغانستان کې پر یو شمېر وړو اډو سربېره ۹ نورو  سترو پوځي اډو ته څه اړتیا ده.

د غوڅ ملاتړ ماموريت د ناټو د متحدينو او شريکانو د دوی په وينا شاوخوا ۱۲ زره عسکر د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره مرسته، سلا مشورې او روزنه ورکوي، خو په دې وروستيو کې د هلمند په شمول په يو شمير نورو ولايتونو کې د طالبانو سره مخامخ جګړو کې هم برخه اخلي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close