پنټاګون: افغانستان کې نوې پوځي تګلاره بريالۍ نه وه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)

د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون وايي، د افغانستان لپاره د امریکا نوې پوځي تګلاره هغومره بريالۍ نه وه.

پنټاګون د امریکا سنا ته په خپل درې مياشتني راپور کې دغه څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې د ټرمپ نوې تګلارې په عملي کولو سره د تيرو کلونو په پرته هيڅ کوم مثبت بدلون نه ليدل کېږي.

راپور کې راغلي، چې د نوي پوځي تګلارې له پيل سره په افغانستان کې امریکايي ځواکونه ډير شول، هغوی ته واکونه ورکړل شول، پر طالبانو هوايي بريدونه تر لوړې کچې ورسېدل خو نه يواځې دا چې جګړه يې غلې کړه بلکې لا تونده او نوې پوځي تګلاره هم له ناکامۍ سره مخ شوه.

راپور زياتوي، د نوې پوځي تګلارې سره هممهاله د افغان ځواکونو او ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

د امریکا دفاع وزارت په داسې حال کې د خپلې نظامي تګلارې په ناکامۍ اعتراف کوي چې وړمه ورځ د امريکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ لوی درستير جنرال ډانفورډ په يوه ناسته کې د خبرو پر مهال ويلي و چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري او بايد ووايو چې طالبانو له پوځي لارو نه شي ماتيدلی بايد پر سياسي لارو حل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close