پنټاګون په افغانستان کې د پوځ عمومي قومندان کمپبل له دندې ګوښه کوي

کابل ټکی کام ۰۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د امریکا دفاع وزارت نن اعلان کړه چې په لږه موده کې به د نیکولسن د منظورۍ لیک ولسمشر بارک اوباما او مشرانو جرګې (سنا) ته ولېږل شي، که د مشرانو جرګې له خوا هغه منظور کړی شو، نو اوسنی قومندان جنرال جان کمپبل به له خپلې دندې لرې او پر ځای به یې نیکولسن وټاکل شي.
جنرال کمپبل له تېرو دوو کلونو را هیسې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان دی.
د امریکا دفاع وزارت لا دا نه ده څرګنده کړې چې د جنرال کمپبل له لرې کېدو وروسته به دی چېرته او په کومه دنده وګمارل شي.
جنرال نیکولسن اوس په اروپا کې د ناټو قومندان دی.
جنرال نیکولسن په افغانستان کې له دې څخه وړاندې د امریکايي ځواکونو د ۸۲مې قطعې د قومندان، د ځانګړو عملیاتو د قومندان او د هېواد په سوېل کې د ناټو د قومندانۍ د مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
د یادولو ده، امریکا د خپلو ځواکونو لپاره نوی قومندان په داسې حال کې ټاکي چې په هېواد کې د طالبانو له لوري بریدونو زور اخیستی، او ګڼې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close