پنټاګون کانګرس ته وړاندیز کړی، چې افغانستان ته بلک هاک چورلکې ورکړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د امریکا د دفاع وزارت له لوري کانګرس ته وړاندیز شوی، چې د افغانستان هوايي قواو ته ۵۳ بلک هاک پرمختللې الوتکې ورکړي.

 د امریکا پوځ غواړي، چې د نوې وړاندې شوې بوديجې پربنسټ د روسيې (Mi-17) چورلکو پر ځای د افغانستان هوايي قواو ته  د امریکا جوړې شوې( UH-60 Black Hawk) ماډل پرمختللې الوتکې ورکړي.

د یادې پریکړې موخه دا ده ، چې پر روسي وسایلو د افغانستان د هوايي ځواک تکیه کمه شي.

د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په وینا، د امريکا دفاع وزارت د پخوانۍ بڼې ٥٣ “بلک هاک” چورلکو بيارغونې او عصري کولو لپاره د پيسو غوښتنه کړې، ددوی په وینا دا شمېر الوتکې کافي دي چې په افغانستان کې د شته روسۍ ” ۱۷mi” الوتکو ځاى ونيسي.

د سرچینې په وینا، د ډونالډ ټرمپ د بري له راپدیخوا د روس او امریکا اړیکي سره د نږدې کیدو خواته روانې دي او کیدای شي پر دغه پلان هم اغیز وکړي.

نیویارک ټایمز وایي، که دا پلان پلی شي، نو په سلګونومیلیونو ډالرو به یادې الوتکې ورغول شي او په دې لړ کې افغان پیلوټانو ته هم د یادو الوتکو د روزنې اړتیا ده.

نږدې 50 روسي Mi-17 ترانسپورت هلیکوپترې د افغان هوایي ځواک د ملا تير جوړوي، چې د الوتلو ماموریت کې یې د عسکرو ترانسپورت، طبي او هوايي ملاتړ شامل دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close