پنځه ويشت کلنۍ کې يې خلک بوډاګان کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۲)

د هندوستان په چتيس ګړ ايالت کې يوه سيمه ده چې نوي پيدا شوي کوچنيان په ناروغيو اخته کېږي او له وخت مخکې تر پنځه ويشت کلنۍ پورې بوډاګان کېږي.

دغه هېواد کې د ګيرا ګوړا، بستر باکيل او ستوشا په نوم ليرې پرتې سيمې دي چې پنځه ويشت کلن عمر لرونکي کسان يې امسا اخيستلو ته مجبوريږي او څلوېښت کلنۍ کې بوډاوالي ته رسېږي.

د هندوستان د رسنيو د راپورونو پر بنسټ، په دغه ځای کې د ځمکې اوبو، څاه ګانو او پايپونو اوبو کې د فلورايډ اندازې زياتوالی د دې لامل شوی چې خلک يې له وخت مخکې معذور کېږي ځکه چې پاکې اوبه نه لري.

په یادو کليو کې له اتو تر څلوېښت کلونو پورې د هر درېيم تن په بدن لړزه لګېږي، غاښونه يې زيړوالی پيدا کوي او داسې ښکاري لکه شپيته کلن بوډا انسان چې وي.

یو تن ځايي مشر او تقاعد شوی استاد ناګيا وايي، په کلي کې يوازې پنځه لاسي د اوبو پمپونه او څلور کوهيان دي چې اوبه يې زياته اندازه فلورايډ لري.

د نوموړي په وينا، له تيرش کلونو زياته موده کېږي چې د يادې سيمې خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري او نږدې شپيته سلنه خلکو غاښونه زيړ بريښي.

فلورايډ يو ډول کيمياوي ماده ده چي د غاښو نو  د هډوکو کلک ساتلو لپاره هم استعماليږي ، بر علاوه داماده غاښونه د سوريو کيدو او رژيدو  څخه ژغوري او د څېړونکو په وينا په اوبو کې د يو (پي پي ايم) استعمال مشکل نه لري خو که دغه فلورايد زيات شي نو مشکل پيدا کوي چې د څېړونکو په وينا د يادې سيمې اوبو کې هم دوه برابر فلورايډ زيات شتون لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close