په۳۱ دحمل دملي امنیت اړوند لسم امنیتي ریاست باندې د برید ځینې ناویلي پټ حقايق

لیکنه : راشد رشید ننګیال

کارپوهان وایې چې د طالبانو لخوا دحمل په ۳۱ نیټه دکابل دملي امنیت ادارې اړوند لسم ریاست باندې برید تر هغه څه ډیر خطرناک وو کوم چی رسنیو ښودلی وو.
ځینو سرچینو دنوم نه ښودلو په شرط ویلې چې ښایې طالبانو دا ځای ډیر وخت دمخه تر څار لاندې نیولی وي او تر ښه ترصد وروسته یې دبرید تابیا ورته کړی وي.
دا خبره دیو څو حقایقو تر معلومیدو وروسته روښانه شوه؛ چېځینو متعبرو سرچینو افشا کړل.
دریاست ټولو امنیتی کارکونکو ته ټیلفونی خبرتیا ورکړل شوی وه چی سهار ته باید ۸ بجی په ریاست کی حاضر وی، آن هغه کار کوونکو ته هم خبر ورکول شوی وو چی رخصت یی اخیستی وو.
دریاست اړوند زاړه برج ساتونکو خپل امنیتی برجونه نویو راغلو نابلدو عسکرو ته سپارلی ول په یو لړ مراسمو کی دګډون لپاره او په برید کونکو دامنیتی برجونو څخه دریاست دکارمندانو ددفاع لپاره هیڅ برید نده شوی، ځکه زیات برجونه دموټر له انفجار سره نړیدلی ول او پاتی بر جونو کی ناست عسکر نابلدۍ ورخطا کړی ول.
برید کونکی په ریاست کی دننه ډاډه هر خوا تلل او هر څوک یی وژل. مراسم دننه په ریاست کی له هغه دیوال سره نږدی ترسره کیدل چیرته چی موټر بم انفجار کړی دی.

ریاست ته له ورتلونکو ټولو کارمندانو څخه هر ډول وسله اخیستل شوی وه او دننه په ریاست کی ټول کارکونکی بی وسلی او بی دفاع ول او په ډلیزه توګه دبرید کونکو له خوا ووژل شول.
ریاست ته ننوتونکی برید کونکی په ډاډه زړه داخل شول او هیڅ امنیتی موانع موجود نه ول؛ ځکه هیڅ تدابیر نه وو نیول شوی.

دیوه برید کونکی مهمات او وسله ختمه شوه بیرته یی دامنیتی ځواکونه دغفلت او په خپل وخت دنه رارسیدو له وجهی تر خپلو ملګرو ځان ورساوه او د جګړی په حالت کی دکارمندانو دغفلت له وجهی دریاست اړوند امنیتی کمری هم غیر فعالی وی چی دجګړی دپای ته رسیدو څخه وروسته فعالی شوی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close