په احتياطي او بې احتياطه بريدونو کې راګير ولس

تبصره

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نيويارک ټايمز پر ورځپاڼه نيوکه کړې چې ورسره کړې مرکه یې ”قصداً“ تحریف کړې او یا یې ناسم تعبير ترې اخیستی دی. تېره ورځ، نيويارک ټايمز ليکلي وو، ”طالبان د ملکي تلفاتو د اندېښنو له امله نور په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه نه ترسره کوي. “

مجاهد پر نيويارک ټايمز تر نيوکې وروسته په شوې مرکه کې خپله کړې خبره داسې کوي: ”په ښارونو کې عملیات زمانگیره وي، مجاهدین خورا احتیاط کوي او هڅه کوي چې اهداف په ډېر دقت سره په نښه شي، تر څو له عملیاتو سره ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي“.

د مجاهد نيوکه د ولس په ګټه ده. که په ښارونو کې پر مخالفينو په دقت بريدونه وکړي او يا یې په بل ځای کې  تر هدف لاندې راولي، هيڅ يو ولسي وګړى په ونه وژل شي، او که په ښارونو کې په احتياط سره بريدونه وکړي، خپل هدف به یې ترلاسه کړی وي. يانې، افغان بې ګناه او بې دفاع ولس به یې د زوروونکو، وژونکو او د شپنيو عملياتو په نامه د داړه ماروو له شره خلاص کړى وي.

که اشرف غني د ٣٤ ولاياتو د واليانو دې ډاډ ته خوشحالېږي چې وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوی دى، بيا دې دفاع وزارت او بهرنيانو ته هم سوال وکړي چې پر ولسي وګړو له هوا څخه بې احتياطه بمباري ونه کړي. مجاهد خو د ولسي وګړو د ژوند په خاطر د احتياط کلمه استعمال کړه، خو اشرف غني او بهرني پوځونه د ړندو عملياتو او بمبار پر مهال د احتياط خبره نه کوي او په پوره بې احتياطۍ ولسي وګړي وژني .

اوس ټول افغان ولس ته څرګنده شوې ده چې څه طالبانوغواړي، هغه په ولسواليو، ولاياتو او کابل مرکز کې کولاى شي. طالبان احتياط او بې احتياطي دواړه کولاى شي، خو بې احتياطي په دې نه کوي چې بيا به ولس د دوه بې احتياطيو تر منځ راګير شي. اوس چې افغان حکومت او بهرنيان په عملياتو او هوايي بمباریو کې  احتياط نه کوي، او طالبان، د مجاهد په وينا، احتياط کوي، بيا هم په افغانستان کې د بېلابېلو بنسټونو د سروو په راپورونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښوول کېږي.

بې دفاع ولس اوس هم  له مرګ او ژوبلې خلاص نه دی، د احتياط او بې احتياطيو ترمنځ راګير دى. که په جګړه کې ښکېلې درې واړه خواوې بهرنيان، حکومت او طالبان پر دې هوکړه وکړي چې په افغانستان کې به يواځې د افغانانو واک او اختيار وي، درې ګونې قواوې به د افغانانو په واک کې وي، بيا خو به د دې احتياط او بې احتياطه بريدونو ترمنځ راګير ولس توبه قبوله شوې وي. الله دې یې قبوله کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close