په اروپا کې اسلام ضد مظاهرو زور واخېست؛ په آسټرډېم کې خبره تر اخ او ډب ورسېده

کابل ټکی کام (یکشنبه ۱۸سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
د اروپا په اکثرو ښارونو کې مظاهره چیان راټول شوي وو، او د اسلام ضد شعارونه ور کوي، دوی له حکومتونو څخه غوښتي دي چې په اروپا کې دې په اسلام پابندي ولګول شي، او هېڅکله دې نور مسلمانان نه پرېږدي چې اروپا ته داخل شي.
په اکثرو ځایونو کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب را منځته شوی دی، او داسې ډېرې پېښې هم رامنځ ته شوې دي چې د مظاهره چیانو په خلاف بله مظاهره جوړه شوې وي، او د دواړو فریقینو ترمنځ خبره فزیکي جګړې ته ورسیږي.
د رايټ پولیسو له مظاهره چیانو سره په اسټرډېم کې اخ او ډب تر دې ورسید چې د څو تنو پولیسو پزې یې ماتې کړې. پولیس وایي چې دغه مظاهره چیان د پيګيډا د ګروپ حمایت کوونکي وو، او دوی غوښتل چې په پایتخت کې ټول سره یوځای شي او تروریستي اعمال ترسره کړي. هلته د پيګيډا عیسایي تروریستي ګروپ یوازې ۲۰۰ ملګري موجود وو، او نارې یې وهلي چې مهاجرینو ته ښه راغلاست وایو خو مسلمانان نه منو.
د جرمني پولیسو یو شمېر مظاهره چیان بندیان کړي دي خو دا لا تراوسه نده معلومه چې کره شمېره یې څومره ده. د پولیسو یو افسر وايي چې دوی وکولای شوای چې د دوو مخالفو طرفونو مظاهره چیان سره بېل کړي.
په جرمني کې د پيګيډا اسلام ضد ترورېستي ګروپ په مظاهره کې څه د پاسه ۸۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو او د مخالف طرف په مظاهره کې ۳۰۰۰ کسان موجود وو، او دا څو یم ځل دی چې د دواړو اړخونو ترمنځ اخ ډب رامنځ ته کیږي.
د فرانسې په شمالي ښار کلایس کې پولیسو د پګېډا په مظاهره چیانو باندې اوښکې بهوونکۍ ګاز استعمال کړ او یو شمېر یې بندیان هم کړل.
تقریباً ۱۵۰ کسان د اسلام ضد ځواکونو د ګروپ پګيډآ ملګري سره یوځای شوي وو او نارې یې وهلې چې «مونږ به د کلایس ښار پرېنږدو چې ومري.»
پيګيډا د جرمني ژبې مخفف دی چې پوره معنا یې « په اروپا کې د اسلام ضد نشنلستي ګروپ» ده. دغه ګروپ په اروپا کې دوه کاله مخکې وروسته له هغه رامنځ ته شو کله چې اروپا ته د مسلمانانو مهاجرت توند شو.
د اسلام په خلاف دغه ګروپ د روسیې سره هم کلک ولاړ دی . د روسیې زیاتره بیرغونه هلته پورته شوي وو او نارې یې وهلې چې د مسلمانانو په خلاف یو موټی شی ترڅو له نړی څخه د کنسر مرض څخه خلاصون ومومو.
د پګيډا ګروپ خپل قوت به فرانسه، برتانیه، پولنډ ، ايرلنډ، ډينمارک، فنلنډ او ایسټونیا کې ښودلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close