په اروپا کې د اسلام خپراوی

په اروپا کې د اسلام خپراوی

د اروپا لويه وچه د مسيحي نړۍ لوی او مهمه برخه ده او هغوی په هر حالت کې دا وچه همداسې مسيحي ليدل غواړي، او د دې لپاره هر ډول هلې ځلې کوي، خو موږ ته چې څومره معلومات د رسنيو او خپرونو څخه پلاس راځي، هغه د دې خبرې ګواهي او شاهدي ورکوي، چې په اروپا کې اسلام په دېره تېزۍ سره پرمختګ کوي او د دې دوه لاملونه په ګوته کېږي، يو دا چې له اسلامي هېوادونو څخه زيات خلک اوس اروپا ته ځي، او بله دا چې د هغه ځای خپل اوسېدونکي هم اسلام قبلوي، خو اصلي لامل يې د خلکو اسلام ته ميلان او د هغه قبول دي.

د ورلډ المانک د خبر سره سم په اروپا کې د مسلمانانو شمېر پنځه څلوېښت ميليونو ته رسېدلی دی، چې د ټول نفوس نږدې پنځه په سلو کې کېږي. خو د (ورلډ اسمبلي آف يوت) د مسلمانو ځوانانو نړيواله ټولنه د مشر دکتور حماد الجوهاني د څېړنې او سروې سره سم په څلوېښتو اروپايي هېوادونو کې د مسلمانانو شمېر ۸۵ ميليونو ته رسېدلی دی، چې د ټول نفوس لس په سلو کې کېږي.

لندن ټايمز مجله ليکي چې، په اروپا کې اسلام په ډېره چټکتيا سره خپرېږي، د اروپا خلک په عمومي توګه لوستي او روڼ اندي دي، هغوی د اسلام په قبولولو وياړ او افتخار کوي، د فرانسې يو الجزايري نژاده مېرمن ياسمين هنګوجۍ وايي، زموږ مشرانو به لمونځونه په پټه کول، خو اوس په فرانسه کې فرانسوي مسلمانان په اسلام باندې فخر کوي، په فرانسه کې اوس اسلام خپلې ريښې کلکوي.

په جرمني کې يو زده کوونکی (ايبک سټن کايا) د خپلې زده کړې په دوران کې په ترکي ژبه خبرې کول ځانته شرم ګڼلو، په داسې حال کې چې مور او پلار يې په جرمني ژبه هيڅ نه پوهېدل، اوس هغه خپله وايي، هغه وخت ترکي مسلماني ما ته شرم معلومېده، خو اوس هغه په برلين کې د يو ترکي مسلمان ګروپ غړی دی او په هغې وياړي او وايي: زه لومړی مسلمان او بيا ترکی يم! هغه د قرآن مجيد تلاوت هم کوي، هغه وايي: په الله ج باندې ايمان زما همت او باور زيات او پوخ کړ، اسلام د امنيت، ډاډ ، مينې او محبت دين دی، زما هيله دا ده، چې اروپايان په ريښتيني اسلام باندې پوه شي. د ټايم مجله ليکي، اوسنی نسل چې څومره دينداره دی، پخوانی نسل دومره دينداره نه وو، د دې مطلب دا دی، چې اوسنی ځوان نسل اسلامي ارزښتونه، اسلامي ثقافت او کلتور په پوره او ښه ډول پېژندلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close