په ارګ کې د پېژندپاڼې پر سر لفظي شخړه

خاموش

د باوري سرچینې له لوري په راپورونو کې ويل شوي دي چې تېره ورځ په ارګ کې د جهادي مشرانو په غونډه کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر سر لفظي شخړه شوې ده.

له ارګه یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي، کله چې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش په اړه محقق پر اشرف غني نيوکې وکړې، حکمتيار له اشرف غني څخه په ننګه له محقق سره په لفظي شخړه واوښت او يو بل ته سختي سپکې سپورې یې تر ښکنځلو ورسېدې.

ګلبدین حکمتیار محقق ته په ترخه ژبه وويل: نور د زور ویلو او ګواښونو وختونه تېر شوي.

د حکمتيار او محقق تر منځ د سپکو سپورو د ويلو په دوران کې بيا هم حکمتيار له اشرف غني ملاتړ کاوه، او په پايله کې محقق له غونډې د وتلو په حال کې دا وينا تکراروله چې دلته جهادي رهبران نه، بلکې جهادي تجاران راغونډ شوي دي.

افغان ولس بايد خپله پېژندګلوي ولري، له نورو قومونو سره سيال واوسي، په ادبي ډګر کې تر نورو قومونو او هېوادونو پاتې نه وي، په علمي لحاظ که هر څو مو هيواد جګړو ځپلی، بايد راتلونکی نسل مو له ښوونې او روزنې بې برخې پاتې نه شي، او …

خو داسې هم نه چې يو کال دې په پېژندپاڼه کې د اسلام، افغان او مليت پر سر اختلافات روان وي، او چې ويش یې پیل شي، بيا دې یې د وېش پر سر په ارګ کې بحث تر سپکو سپورو او ښکنځلو ورسېږي.

دا ډول پېژندپاڼه به ولس ته څه ګټه ورسوي چې د وېش پر سر یې په ارګ کې ناندرۍ او سپکې سپورې يو بل ته وويل شي؟

په اصل کې، دا يوه پېژندپاڼه نه ده چې پر سر یې په ارګ کې اختلاف راولاړ شو، د اشرف غني حکومت له مرکزه نيولې تر ولسواليو پورې اختلاف اختلاف دی. پر هره موضوع چې بحث کېږي، پر سر به يې يو بل ته سپکې سپوري او ښکنځل کېږي؛ ځکه خو اشرف غني نه غواړي له عبدالله او خپل لومړي مرستيال دوستم سره د حکومتولۍ په اړه مشورې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close