په ازادۍ پسې مې دومره اوښکې وشیندلې

 

سمیع الله تړون (  ننګرهار محبس )

چینجو مې جرړې کړې خرابې خزان غېږه راکړه

له بیخه ووتمه داسې توپان غېږه راکړه

زه چې په ځمکه شوم میین پورته یې وویشتمه

یو ښکلی ستوری شومه ښکلي اسمان غېږه راکړه

په ازادۍ  پسې مې دومره اوښکې وشیندلې

د زندان زړه راباندې بد شو زندان غېږه راکړه

تن کې مې دومره وینه وه چې دا نړۍ مړه کړي

ځکه په منډه منډه وږي جهان غېږه راکړه

تندی مې یخ شو لکه ساه چې د سړي نه وځي

له کړیدلي ژونده وروسته جانان غېږه راکړه

ما داسې ګټه په ژوندون کې کله کړې نه وه

ډېر ګټور شومه چې کله تاوان غېږه راکړه

د شاعرۍ په یوه بله چینه واوښتمه

تړونه کله چې د اوښکو باران غېږه راکړه

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close