په ازبکستان کې نن د ولسمشرۍ ټولټاکنې کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۴) الماس خدرخیل

نن د ازبکستان د جمهوري رياست لپاره ټولټاکنې ترسره کېږي، په نننیو ټولټاکنو کې به شوکت مېر ضیایف له دریو نورو نوماندانو سره سیالي وکړي.

داسې اټکل کېږي، چې د ازبکستان اوسنی سرپرست ولسمشر میرضیایف ټاکنې وګټي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د دغه هېواد ولسمشر شي.

د نوموړي سيالان خاتم کتمانوف د خلق ډيمواکرتيک ګوند لخوا، سرور اته مرادوف د ډیموکراتیک ګوند او نريمان عمروف د عدالت ګوند لخوا په دغو ټولټاکنو کې د جمهوري رياست لپاره نوماندان دي.

د ازبکستان د ټولټاکنو کمېسیون رئیس میرزا اولوغبیک عبدالسلاموف تېره ورځ رویټرز اژانس ته ویلي: ((دا په دې معنی ده چې ازبکستان خپل نړیوال مکلفیتونه سرته رسولي دي. موږ ژمنه کړې وه چې شفافه، ازاد او عادلانه ټولټاکنې د نړیوالو ډیموکراټیکو اصولو په اساس ترسره کړو)).

دا په داسې حال کې ده، چې په نوموړي هېواد کې د بشري حقونو فعالانو په وار وار پر حکومت تور پورې کړی، چې خلکو ته پوره درناوی نه ساتي او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بشري حقونو او دیموکراتیکو بنسټونو برخې ویلي، چې ازبکستان کې له پخوانۍ شوروي وروسته هېڅ انتخابات د دغه سازمان په وړاندې عادلانه نه ‎دي.

ازبکستان کې ۲۱ میلیونه کسان د رایې ورکونې په شرایطو برابر دي، تمه ده چې نن به خپل راتلونکي ولسمشر انتخاب کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close